منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۶ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل ښار کې د یوې چاودنې له امله څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۹): امنیتي مسوولین وایي چې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې په اړونده سیمه کې پر یوه رېنجر موټر چاودنه شوې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د کابل دامنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ددغې پېښې د تایید ترڅنګ پژواک خبري آژانس ته وویل، چاودنه نن سهار په اتو بجو د تره خېل تنګي په سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه چاودنه پر یوه رېنجر موټر شوې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

تراوسه چا د دغې پېښې مسوولیت نه دى منلى.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار په اړوندو سیمو کې د څلورو چاودنو له امله د جمعيت اصلاح ټولنې د مشر ډاکتر محمد عاطف په ګډون دوه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو چاودنې زياتې شوې دي چې ډېرو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه