ګردېز (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۹): د پکتيا ولايت فرهنګيانو او شاعرانو له وسله والو طالبانو د هېواد د معنوي ارزښتونو او مهمو تاريخي ابداتو خوندي کولو لپاره د سولې غوښتنه وکړه.
د پکتيا مرکز ګردېز او ولسواليو ګڼو شاعرانو د شعر او ادب په نرمه ژبه د سولې او امن پيغام رسولو لپاره راټول شوي وو او له وسله والو طالبانو يې د هېواد معنوي ارزښتونو او مهمو تاريخي ابداتو خوندي کولو لپاره د سولې غوښتنه وکړه.
دوی وويل چې په جګړه کې د ټولنې پر مادي برخې سربېره معنوي برخې ته هم دروند زيان اوښتی او د افغان ټولنې ډېر ښايستونه يې بدرنګ کړي دي.
شاعرانو او فرهنګيانو د جګړې پر دوام سخته اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د جګړې په دوام کې به شته معنوي ارزښتونه لا نور وځپل شي او د ځينو مهمو او خورا لرغونو ابدو د بايللو ګواښ هم شته.
يو فرهنګپال او شاعر احسان کمال وايي چې شاعر د شعر په خوږه ژبه ښه پيغام لېږدولی شي او دا ډول پروګرامونه د ځوانانو په لا نږدې کېدو او اضطراب کمولو کې هم ګټور دي.
کمال وويل: ((له دا ډول ادبي پروګرامونو سره ادبي او فرهنګي بهير روان او پياوړی پاتې کېږي او ځوانانو ته د فکري بدلون ښه فرصت هم وي. طالبان بايد جګړه ودروي، که نه خدای مه کړه موږ به ډېر معنويات او درانه اثار له لاسه ورکړو.))
يو بل شاعر جليل جلالي شاعر د ټولنې ترجمان بولي چې په خبره يې، د ټولنې درد، ستونزې او نور مسايل ښه درک کوي او بيا يې په ښايسته پستو الفاظو رسوي.
جلالي پژواک ته وويل: ((اوسمهال د هر افغان مسوليت دی چې سولې، امن او نږدې کېدو ته کار وکړي. که څه هم شاعري محدودېدای نشي، خو اوس اړتيا ده چې د مينې او ورورګلوي پيغامونه خواره شي.))
د ځوانانو پارلمان غړی احمدالله احمدي وايي چې ليکوالانو او شاعرانو د تاريخ په اوږدو کې د مثبت ټولنيز بدلون، فکري رغونې او ټولنيز شعورو لوړولو کې اساسي رول لوبولی او خلک يې بيدارۍ ته رابللي دي.
احمدي زياته کړه: ((شاعر هغه خبره کولای شي چې هر څوک يې نه شي ويلی. شاعرانو د ادب په ژبه سوله ډېره ښه تعريف کړې او هغه يې اساسي انساني اړتيا او د جانان په شان خوږه ياده کړې ده.))
د دغه پروګرام يوه تنظيموونکی او د سمون کلتوري ټولنې مشر ساحل منګل وايي چې له بېلابېلو لارو يې د سولې پيغام رسولی او اوسمهال يې د شعر په رنګينه ژبه هم د دغه پيغام رسولو تابيا کړې.
منګل د هېواد له ادبي او کلتوري هستو د سولې او امن غږ پورته کولو غوښتنه وکړه او ټينګار کوي چې د اړيکو له لارې بايد نور نړيوال بشرپاله اديبان او شاعران هم د افغان انسان د ژوند ژغورنې غږ بدرګه کولو ته وهڅول شي.
که څه هم افغانانو له بېلابېلو لارو له وسله والو طالبانو د اوربند او سولې غوښتنې کړې، خو يادې ډلې تر اوسه د خلکو دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP