ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین له افغانستان سره د کرونا دوه سوه زره دوزه واکسین مرسته کوي

چین له افغانستان سره د کرونا دوه سوه زره دوزه واکسین مرسته کوي

author avatar
5 Feb 2021 - 14:39
چین له افغانستان سره د کرونا دوه سوه زره دوزه واکسین مرسته کوي
author avatar
5 Feb 2021 - 14:39

کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٩) : د عامې روغتيا وزارت وايي چې چین له افغانستان سره د کرونا دوه سوه زره دوزه واکسین مرسته کوي.

د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره د ویډیو کنفرانس له لارې وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دغې لیدنه کې د چین سفیر له افغانستان سره د کرونا دوه سوه زره دوزه واکسین مرستې خبر ورکړ چې په پام کې ده د واکسین دا کڅوړه به ژر تر ژره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته ورکړل شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د دغه وزارت او د افغانستان د حکومت په استازیتوب د چین هېواد د دغې مرستې له امله مننه وکړه او د کرونا ویروس په بحران کې یې د چین هېواد مرستې وستایلې.

دغه راز ډاکټر مجروح په بېلابېلو برخو کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول، د لابراتوارونو پیاوړي کول او د جینوټایپنګ یوه جدي اړتیا وبلله او د چین له هېواد څخه یې وغوښتل چې په دغې برخه کې د افغانستان له روغتیا سکتور سره همکاري وکړي.

د چين سفير وانګ یو په افغانستان کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د غوښتنو په پار یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هندوستان هم له افغانستان سره د کرونا د ٥٠٠ زره دوزه واکسين مرستې اعلان کړى و.

Views: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.