ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: هڅه کوم د کندهار نساجي، نخي او پشمي فابریکې بیا فعالې کړم

والي: هڅه کوم د کندهار نساجي، نخي او پشمي فابریکې بیا فعالې کړم

author avatar
6 Feb 2021 - 18:53
والي: هڅه کوم د کندهار نساجي، نخي او پشمي فابریکې بیا فعالې کړم
author avatar
6 Feb 2021 - 18:53

کندهار (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۹): د کندهار والي وايي، د دغه ولایت د نساجي- نخي او نساجي- پشمي فابریکو بیا فعالولو لپاره په ولایتي او مرکزي کچه هڅې کوي.

والي روح الله خانزاده د ښار جوړولو له وزیر محمود کرزي او یو شمېر سوداګرو سره یو ځای دغه څرګندونې د یادو فابریکو د ودانیو او مشینرۍ د لیدلو پر مهال وکړې چې له تېرو څو لیسزو راهیسې یې د بېلابېلو ستونزو له امله فعالیت په ټپه ولاړ دی.

خانزاده وویل، د بې کارۍ کچې ټیټول یې له کاري لومړیتوبونو دي او په دې لړ کې له ټولو هغو فرصتونو او امکاناتو کار اخلي چې خلکو ته په کې د کار او روزګاز زمینه برابرېږي.

هغه زیاته کړه، په ولایتي او مرکزي کچه هڅه کوي د کندهار نخي او پشمي فابریکې بیا فعالې کړي څو هم خلکو ته کار پیدا شي او هم کورنی تولید او صنعت وده وکړي.

نوموړي په دې برخه کې د ښار جوړولو له وزیر محمود کرزي هم د مرستې غوښتنه وکړه.

دواړو مسوولینو هوډ وکړ چې د یادو فابریکو د فعالولو لپاره به له ټولو امکاناتو کار اخلي چې وار له مخه ورباندې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې ده.

د دوی په وینا، په دې برخه کې به ډېر ژر د کندهار د اوسېدونکو لپاره لوی زېری ولري.

یاد چارواکي داسې مهال د کندهار د نخي او پشمي فابریکو بیا فعالولو په موخه د هڅو پیلولو خبر ورکوي چې دوه میاشتې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني په یوه غونډه کې د دغو فابریکو د بیا فعاله کېدو او مډرنیزه کېدو په اړه خبرې کړې وې.

غوریاني په دې غونډه کې د دولتي تصدیو پر بیا فعاله کېدو ټینګار کړی و او ویلي یې و چې د کندهار د نخ او پشم اوبدلو فابریکې باید بیا فعالې او په نوو ماشینونو سنبالې  شي.

د ده په خبره، د کندهار د نخ اوبدلو او نخي ټوکر د تولید فابریکه یو مهال په هېواد کې لویه تصدي ګڼله کېدله او اوس د سوداګرۍ وزارت هڅه کوي یو ځل بیا دغه فابریکه فعاله کړي.

د کندهار د نساجي تصدۍ د معلوماتو له مخې، نخي نساجي فابریکې په ۱۹۷۸ زېږدیز کال کي فعالیت پیل کړ چې له کاله یې ۴۰ میلیونه متره ټوکر او ۷ زره ټنه تار تولیدوه.

د دې فابریکې لپاره خام مواد وطني پنبه وه او په درې شفټه کې یې ۵ زره کارګر درلودل.

دا فابریکه له ۱۳۸۱ تر ۱۳۸۷ قسمي فعاله وه، خو وروسته د جګړو، بودجې نه شتون او نورو ستونزو له درېدلې ده.

په ورته توګه د نخي پشمي فابریکې بیا په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې په فعالیت پیل وکړ چې له کاله یې په درې شفټه کې یو میلیون متره د کمپلو، بالاپوښونو او دریشیو لپاره ټوکر تولیداوه او ۵۰۰ ټنه یې د غالیو او جاکټونو لپاره تار تولیداوه.

د دې فابریکې لپاره خام مواد وطني وړۍ وه، زرو تنو په کې کار کاوه چې له ۱۳۷۱ تر ۱۳۸۷ کلونو پورې فعاله وه خو وروسته د ورته ستونزو له امله د دې فابریکې فعالیت هم درېدلی دی.

د کندهار اوسېدونکي هم له تېرو څو کلونو راهیسې د دغو فابریکو د بیا فعالولو غوښتونکي دي.

Views: 181

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.