ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ته له هند څخه د کرونا واکسین را ورسېد

افغانستان ته له هند څخه د کرونا واکسین را ورسېد

author avatar
7 Feb 2021 - 19:25
افغانستان ته له هند څخه د کرونا واکسین را ورسېد
author avatar
7 Feb 2021 - 19:25

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۹): د هند هېواد په مرسته د کرونا ۵۰۰زره دوزه واکسین لومړۍ محموله کابل ته را ورسېده او افغان حکومت ته تسلیم شوه.

د هند سفارت شازدافیر راګورام ( Charge d’ Affaires, Mr. Raghuram.S) دغه محموله نن په رسمي توګه د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ته تسلیم کړه.

د هند سفارت شارژدافیر د یاد واکسین د تسلیمۍ په مراسمو کې وویل، ډېر خوشحاله دی چې نن د خپل هېواد مرسته شوى واکسین د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته سپاري.

هغه هند او افغانستان د یو او بل همکار وبلل او زیاته یې کړه، دغه دوه هېوادونه په هر ډول شرایطو کې د یو او بل ترڅنګ وو، نننۍ مرسته یې ښکارندوی ده.

د یادونې ده چې هندوستان په نړۍ کې د درملو د ستر تولیدونکي هېواد په توګه اعلان کړی چې د افغانستان په ګډون ګاونډیو او د سیمې څو هېوادونو ته د کرونا ویروس د واکسین محمولې لېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د کرونا ویروس د تسلیمۍ په مراسمو کې د هندوستان د دغې مرستې  ستاینه وکړه او ويې ویل، دغه محموله کې د کرونا ۵۰۰زره دوزه واکسین شامل دي.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې د واکسین په دغه اندازه دوز په هېواد کې ۲۵۰ زره کسان واکسین شي.

نوموړي د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د واکسین تاییدۍ ته په اشاره وویل، له یاد سازمان سره یې خبرې کړې، دوی ویلي چې تر راتلونکو ۱۰ ورځو د هند د واکسین د کیفیت تاییدي صادروي.

مجروح زیاته کړه، د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د هند واکیسن د کیفیت تر صادرېدو وروسته به په عملي ډول د دغه واکسین تطبیق پیل شي.

هغه دې ته په اشاره چې په لومړي قدم کې یاد واکسین روغتیايي کارکوونکو او هغو کسانو ته چې ډېر زیان منونکي دي تطبیق کېږي زیاته کړه: ((د رسنیو کارکوونکي چې تل یې د خلکو د پوهاوي لپاره ځان له خطر سره مخ کړی، له روغتیايي کارکوونکو جلا نه دي.))

د هغه په خبره، د نړیوالو موسسو په همکارۍ افغانستان په سیمه کې د واکسین د ترلاسه کولو، ساتنې او وېش قوي سیستم لري چې په ټول هېواد کې د واکسین د ۳۰ زره دوز د ساتنې وړتیا لري.

هغه زیاته کړه، د هند هېواد له لوري د ۵۰۰ دوز واکسین د مرستې ترڅنګ د همغږۍ ټولنې او د بېوزله هېوادونو لپاره د پیسو ټولولو له لارې د ۱۶ میلیون دوز واکیسن د ترلاسه کولو ژمنه هم شوې ده.

هغه روښانه کړه: ((جدي هڅه کوو چې ډېر ژر له هغه ادرسه د واکسین لومړی ترلاسه کوونکی هېواد شو، ۱۶ میلیون  د لومړیو۲۰ سلنو لپاره بسنه کوي او دویمو ۲۰ سلنه ته د تدارک مادي سرچینې لیدل شوې او د هېواد ۲۰ سلنه نفوس ته هم د پیسو ډېره اندازه تدارک ترسره شوی او د واکیسن د پېر لپاره د سرچینو د پېژندلو په لټه کې یو.))

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر اوسه د دې ناروغۍ ٥٥٣۰۰  مثبت پېښې ثبت شوې او په ټوله کې د کرونا له امله ۲۴۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، خو باور دادی چې واقعي شمېرې له رسمي شمېرو څو چنده زیاتې دي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.