کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٩): دافغانستان د بهرنيو چارو وزير دامريکا له سفارت سره د جوبايډن له خوا د سولې پر بهير د بيا کتنې په اړه خبرې وکړې او دغه اقدام يې وستايه .
د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ١٩مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دامريکا دسفارت شارزدافير راس ويلسون د بهرنيو چارو له وزير حنيف اتمر سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې دواړو لوريو په دې ليدنه کې د افغانستان د حکومت او متحده ايالاتو د نوي حکومت ترمنځ د سولې د بهير او د همکاريو په اړه خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزير د افغانستان له خلکو او حکومت سره د متحده ايالاتو ژمنې او ملاتړ په تېرو نولس کلونو کې وستايل او د سولې د بهير او له طالبانو سره د امريکا د هوکړې د بيا کتنې په اړه، د متحده ايالاتو د نوي حکومت له پيغامونو څخه هرکلی وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوريو په افغانستان کې وروستي امنيتي او سياسي پرمختګونه، د سولې بهير ننګونې، د سولې خبرو د بريا لپاره د سيمه ييز او نړيوال ملاتړ د اهميت او د ازبکستان او سعودي عربستان په ګډون د دوه اړخيزو او درې اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا خبرې وکړې.
حنيف اتمر د دواړو هېوادونو تر منځ د سلا مشورې د زياتولو، له طالبانو سره د متحده ايالاتو د هوکړې د بياکتنې، خپلو مسووليتونو ته د طالبانو ژمنتيا او د هرې پرېکړې پر حقايقو د مشروط کولو باندې ټينګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، دامريکا شارزدافير ولسن له افغانستان سره د خپل هېواد د ژمنې او د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن