ترينکوټ (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٩) : په اروزګان ولايت کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د ملي اردو د يوه کنډک قوماندان وژل شوى دى.
د دې ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٢٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې د ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د ملي اردو د اووم کنډک قوماندان ډګرمن ذبیح الله غیور وژل شوی دى.
سرچينې زياته کړه، ذبيح الله چنارک سیمې ته د یوې قرارګاه د جوړېدو لپاره تللی و، چي طالبانو ورباندې برید وکړ.
د سرچينې په وينا، نوموړي د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي لوا د اووم کنډک د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
                        
                        
                
                    
								
            
                
                
                
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP