Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د ۲۴۲ پراختيايي پروژو چارې بشپړې شوې

خوست ښار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۹): خوست کې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت په چوکاټ کې ۲۴۲ پراختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې، چې له ډلې يې ۴۵ د ښوونځيو ودانۍ دي.

دا پروژې چې د خوست په مختلفو سيمو کې جوړې شوې دي، نن د «سلواغې ۲۲مه» د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت سرپرست، د پوهنې وزارت سرپرستې او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت څو تنو غړو دغه ولايت د خپل سفر په ترڅ کې د يوې غونډې پرمهال پرانيستلې.

د کليو پراختيا او بيارغونې سرپرست وزير مجيب الرحمن کريمي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې پر دې پروژو ټولټال ۷۵۹ ميليونه افغانۍ مصرف شوي دي.

نوموړي وويل، د دې ترڅنګ د ۹۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې د ۲۵۶ وړو او متوسطو پروژو کار هم روان دی.

کريمي زياته کړه، په دې پروژو کې استنادي دېوالونه، سړکونه، پولګوټي او نورې پراختيايي پروژې شاملې دي، چې په بشپړيدو سره به يې خلکو ته ګڼ سهولتونه برابر شي.

دی زياتوي: ((روان کال کې موږ تقريباً ۱۵۶ وړې متوسطې پروژې د متوازن انکشاف په اصل باندې به ان شاءالله په ټول خوست کې تطبيقوو او دا مو په پلان کې دي او ان شاءالله ۱،۵ ميليارده افغانۍ به په دې ۱۵۶ پروژو باندې روان کال کې که د الله رضا وه، خوست کې به په مصرف رسيږي.))

سرپرست وزير کريمي همدا ډول په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه ولايت کې ۳۰ زره بې روزګاره کسانو ته د اېم سي سي جي په نوم د کارموندنې پروګرام پيل شي.

د هغه په وينا، پر دې پروګرام ۲،۴ ميليونه ډالر مصرف راځي او په لومړيتوب هغه کسانو ته ورکول کېږي، چې داخلي بې ځايه شوي او يا له کډوالی راستانه شوي وي.

ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينه حميدي دغې غونډې ته په خبرو کې که څه هم د ۴۵ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړول مهم وبلل، خو زياته يې کړه چې د دوی ډېر تمرکز د کميت پر ځای کيفيت ته دی.

هغې وويل، په اوسني وخت لويه ستونزه چې دوی ورسره مخامخ دی، دا ده چې هغه معارف کې د کيفيت نشتوالی دی.

هغه وايي: ((سمه ده چې ۱۲ کاله زه خپله لور او زوی مکتب ته استوم، اما نن چې هغه له ۱۲ فارغيږي، د جهان په سطحه خو يې څه کوې، خو خپلو همسايه ګانو سره د کيفيت په هکله رقابت نه شو کولی او ترهغو چې موږ خپل کيفيت سم نه کړو، چې زرهاوو مکتوبونه هم جوړ کړم، بيا کيفيت نه راځي. زه بايد پر معلم کار وکړم، چې زما د معلم ظرفيت جوړ شي، زما بايد مسلکي معلم او معلمه پيدا کړم.))

هغې د خوست ترڅنګ په ځينو نورو ولايتونو کې د تدريسي کتابونو د کمښت ستونزه هم ياده کړه، خو ويې ويل چې دوی په کاپي انداره کتابونه چاپ ته ورکړي او په نږدې وخت کې به چاپ او اړونده سيمو ته ولېږل شي.

رنګينې همدا ډول وويل، دوی دا مهال ۲۲۰ زره تنه ښوونکي لري او ۶۲ زره نورو ته هم اړتيا لري، خو د بوديجې د نه شتون له امله تراوسه دا ستونزه پر ځای پاتې ده.

بل خوا يو شمېر مدني فعالانو دې غونډې ته په خپلو خبرو کې پر حکومت نيوکه وکړه، چې د بيارغونې زياتره د متوازن انکشاف پر اساس نه پلي کيږي.

د يووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي په دې اړه غونډې ته په خبرو کې وويل، خوست کې اوس هم داسې ولسوالۍ موجودې دي، چې په تېرو ۱۸ کې له هر ډول پراختيايي پروژو بې برخې پاتې شوې دي.

ده زياته کړه: ((زه فکر د خوست په هر کونج کې جناب وزير صاحب کار ته زمينه هم مساعده ده او هغه ډول چې خوستوال د نظام په څنګ کې ولاړ دي، حکومت مرکزي ادارې په هغه شکل خوستوالو ته نه دي کتلي. دا يو عيني حقيقت دی او په دې باندې څوک سترګې هم نه شي پټولی.))

د غونډې ګډونوالو د بېلګې په ډول موسی خېل، قلندر او سپېره هغه ولسوالۍ يادې کړې، چې د بېارغونې په برخه کې ورته پاملرنه نه ده شوې.

د ولسي جرګې غړي غفار خان هم چې دغه غونډه کې يې ګډون کړی و، خپلو خبرو کې پر حکومت غږ وکړ چې د نورو برخو ترڅنګ د بيارغونې په برخه کې خوست ته پاملرنه زياته کړي.

ده زياته کړه: ((هغه ولايتونه او سيمې چې ناامنه دي او ولس يې له نظام سره همکاري نه کوي او هلته پروژې نه پلي کيږي، نو د دې په خاطر چې د هېواد په سطحه يو سالم رقابت رامنځته شي، نو ښه خبره ده چې د هغه ولايت او سيمې وکيلانو او مسوولو اشخاصو ته وويل شي چې ستا په ولايت کې امن نشته، چې امن نشته، زه مجبور يم دا پروژې بل ځای ته انتقال کړم او د خوست هر ځای د پروژو د عملي کولو لپاره تيار دی.))

د يادې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې ويل، د امنيت له پلوه خوست نسبت نورو ډېرو ولايتونو ته ښه دی، نو په کار ده چې د پروژو په ډېرېدو او تطبيق کې ورته هم پوره پاملرنه وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.