ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د وروستیو جګړو له امله ۲۰ زره کورنۍ بې ځايه شوې دي

د کندهار د وروستیو جګړو له امله ۲۰ زره کورنۍ بې ځايه شوې دي

author avatar
11 Feb 2021 - 11:16
د کندهار د وروستیو جګړو له امله ۲۰ زره کورنۍ بې ځايه شوې دي
author avatar
11 Feb 2021 - 11:16

کندهار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۹): ځايي چارواکي وايي چې په تېرو څلورو میاشتو کې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د جګړو له امله څه باندې ۲۰ زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.

په روان ساړه ژمي کې دغه کورنۍ له هغه وروسته خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوي چې وسله والو طالبانو په څو ولسوالیو کې هم مهاله جګړې پيل کړې او ځينې سیمې یې لاندې کړې دي.

د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، سږنی ژمی د کندهار د اوسېدونکو لپاره بوږنوونکی و، ځکه له یوې خوا په ولسوالیو کې جګړې پيل شوې او له بلې خوا زرګونه کورنۍ کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو څلورو میاشتو کې د کندهار له ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو څخه څه له پاسه ۲۰ زره کورنۍ کډوالې شوې دي.

دی وايي، په تېرو لسو ورځو کې چې په ارغنداب کې د وسله والو په خلاف د امنیتي ځواکونو عملیات پیل شوي د درېیم ځل لپاره شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ کډوالې شوې دي.

نوموړي وویل، د کډوالو له ډلې شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ په یادو شوو ولسوالیو کې له ناامنو سیمو امنو سیمو ته کډوالې شوي او شاوخوا ۱۰ زره نورو کورنیو بیا کندهار ښار ته پناه راوړې ده چې د همدې ریاست له لوري ثبت او راجستر شوې دي.

هغه زیاتوي، ډېر شمېر دغه کډوال د خپلو دوستانو په کورونو یا کرايي کورونو کې اوسېږي او سلګونه نورې کورنۍ بیا د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د کمپونو په بڼه په خېمو کې اوسيږي.

نایاب وايي، د ولایتي ادارې د اضطرار کمېټې د پرېکړې له مخې هغه کډوال چې په ولسوالیو کې له ناامنو سیمو څخه امنو سیمو ته کډوال شوي، له پېښو سره د چمتووالي ریاست له خوا ورسره مرستې شوي خو هغه چې ښار ته راغلي د بېلابېلو مرستندویه ادارو له خوا ورسره مرستې شوې دي.

د ده په خبره، تر دې مهاله کندهار ښار ته د راغلو کډوالو له جملې د ۵۵۰۰ کورنیو سروې شوې چې د څه له پاسه درې زره کورنيو سره د خوراکي او غیر توکو او نغدي مرستې شوي او پاتې نور کډوال د مرستو لار څاري.

نوموړي وویل، له دغو کورنیو سره د خوراک نړیوال سازمان/WFP د خوراکي توکو، یونسیف او سیو د چلډرن/UNICEF & Save the Children د ماشومانو د جامو، ډاکار موسسې د روغتیايي کېټونو، ګرځنده تشنابونو او د څښاک د اوبو رسولو، د کډوالو نړیوال سازمان/UNHCR د ۱۸۰۰ کورنیو لپاره د لنډ مهالې سرپناه یا خېمو، ای او ایم او ډي ار سي له هرې کورنۍ سره تر ۱۵ زره افغانۍ نغدي مرستې کړې دي.

دی وايي، له کډوالو کورنیو سره د مرستو لړۍ دوام لري او هره ورځ د دغه ریاست ۹ کاري ډلې په کندهار ښار کې د بې ځایه شوو کډوالو سروې کوي چې له مخې یې د هرې اوونۍ یوه ورځ کډوالو ته مرستې وېشل کېږي.

د جګړو له امله کندهار ښار ته راغلي زرګونه کډوالې کورنۍ د خپلو دوستانو په کورونو، کرايي کورونو او یا هم د ښار په ۵مه او ۷مه ناحیو او د ډنډ ولسوالۍ د جمال بابا زیارت ته څېرمه په کمپونو کې استوګن دي.

د یادو شوو کډوالو له جملې زرګونه کورنۍ لا هم په بد وضعیت کې ژوند کوي او د مرستې په تمه شپې سبا کوي.

دوی وايي، سمدستي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري خو په دویم ګام کې یې باید سیمې امن شي څو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

فیض محمد د هغې یوولس کسیزې کورنۍ سرپرست دی چې د ارغنداب ولسوالۍ له ناګهان سیمې څخه یې کندهار ښار ته پناه راوړې او دغلته د اوومې ناحیې د سرې کلا  په جوړ شوي کمپ کې په خېمو کې ژوند کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، زرګونه کورنۍ په داسې حال کې کورونو پرېښودلو ته اړې شوي او دلته په بد وضعیت کې ژوند کوي چې له یوې خوا یې حاصلات رسېدلي وو او له بلې خوا ژمی و.

دی زیاتوي، دولت او مرستندویه ادارې دې ابادې وي چې له دوی سره یې مرسته کړې خو زرګونه نورې کورنۍ لا هم د مرستې په تمه دي.

د ده په خبره، د ډېرو کورنیو اقتصاد پر کرنه ولاړ دی خو دا چې سږ کال په ارغنداب کې جګړې وې و نه توانېدل ژمني کښتونه وکړي.

فيض محمد وايي، څومره ژر چې کېدای شي امنیتي ځواکونه باید ولسوالۍ له وسله والو پاکې کړي، څو دوی خپلو کورونو ته ستانه شي، که داسې و نه شي نو د خلکو باغونه به وچ شي.

د ارغنداب ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي اختر محمد پژواک اژانس ته وویل، طالبانو څو میاشتې مخکې په داسې حال کې په دې ولسوالۍ کې جګړه پیل کړه چې د انارو حاصلات تازه رسېدلي وو او خلکو بشپړ کال همدې ته انتظار کړی وو، وروسته چې د ژمي یخه څپه پیل شوه د جګړې د شدت له امله بیا خلک خپلو کورونو ته پرېښودلو ته اړ شول.

د ارغنداب تر څنګ د ژېړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو قومي مشران او اوسېدونکي هم وايي چې په سیمو کې یې د وسله والو د جګړو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي چې ولایتي اداره باید پاملرنه ورته وکړي.

دوی زیاتوي، په لومړي ګام کې دا ډېره مهمه ده چې د جګړې له امله له بې ځایه شوو کورنیو سره هراړخیزې مرستې وشي او په دویم ګام کې د دې ولسوالۍ ویجاړ شوي سړکونه، پلونه او نور ټولګټي ځایونه ورغول شي.

د یادونې ده چې له تېرو شاوخو څلور میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو د کندهار په ازغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، میوند او د ډنډ ولسوالۍ په ځينو برخو کې جګړې پیل کړې دي چې اوسمهال امنیتي ځواکونه په دغو ولسوالیو کې په عملیاتو بوخت دي.

امنیتي چارواکي وايي، عملیات دوام لري او ژر به دغه ولسوالۍ له وسله والو پاکې کړي.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.