ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان په بګرام کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړي

د پروان په بګرام کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړي

author avatar
12 Feb 2021 - 16:03
د پروان په بګرام کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړي
author avatar
12 Feb 2021 - 16:03

چاریکار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۹): د پروان بګرام ولسوالۍ اړوند صیاد سیمه کې د ولسي جرګې د یوه پخواني غړي ظهیر سعادت پر موټر د چسپکي ماین چاودنې څلور کسان ټپیان کړي خو ظهیر د چاودنې پر مهال په موټر کې نه و.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پروان بګرام ولسوالۍ اړوند صیاد سیمه کې د ظهیر سعادت پر موټر چاودنه وشوه.

هغه وویل چې سعادت د چاودنې پر مهال موټر کې نه و خو په موټر کې سپاره څلور کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې دوه ټپیان د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي او دوه نور د بګرام په کلینیک کې تر درملنې لاندې دي.

په همدې حال ځینو سرچینو ویلي، سره له دې چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي، یو کس وژل شوی هم دی، خو قدوسي وايي چې ده په دې پېښه کې د چا د وژل کېدو راپور نه دی ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې په هېواد کې هدفي وژنې په ځانګړې ډول کابل کې ډېرې شوې دي. د ډېرو دغو پېښو مسوولیت په داسې حال کې څوک پر غاړه نه اخلي چې حکومت طالبان د دې چاودنو مسوول ګڼي خو طالبان بیا په داسې پېښو کې خپل لاس لرل ردوي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.