نيلي (پژواک، ۲۵ سلواغه ٩٩): په دایکنډي کې د پاخه عمر یوه مېرمن چې خاوند او یوازېنی ورور یې په جګړه کې له لاسه ورکړي خو په جګه غاړه یې د یوې منځګړې په توګه لسګونه داسې قضیې چې د کورنیو نظام یې خراب کړی و، هوارې کړې او وایي که دولت او طالبان د جګړې پای ته رسېدو هوډ ولري، په افغانستان کې د دې څلوېښت کلنې جګړې ټغر ژر ټولېږي.
دغه ۶۳ کلنه مېرمن روشن اختیاري نومېږي او د دایکنډي ولایت د مرکز نیلي ښار اصلي اوسېدونکې ده. هغه د خپل خاوند او ورور د له لاسه ورکولو پر غم سربېره لا هم قوي اراده لري چې ټولې هڅې یې د شخړو هواري او په کورنیو کې د سولې او فضا رامنځته کولو لپاره دي.
د پژواک خبريال له یادې ښځې سره مرکه کړې او د هغې نظر او کړنې یې له نوموړې پوښتلې دي.
مېرمن اختیاري د خپلو خبرو په پیل کې وویل چې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې یې په دایکنډي کې د سولې په ټینګښت، د کورنیو او تاوتریخوالي د قضیو په هواري او ټولنیزو فعالیتونو ته د ښځو هڅولو په برخو کې فعال رول لوبولی دی.
اختیاري یوه له هغو مېرمنو ده چې ژوند یې د جګړې تر تور سیوري لاندې تېر کړی او د جکړې ترخې ورباندې تېرې شوې دي.
هغې وویل: «۲۴ کاله وړاندې مې خاوند او ورور په کورنیو جګړو کې له لاسه ورکړل، له هغه وروسته مې د لسو اولادونو سرپرستي پر غاړه درلوده چې له ډېرو سختیو زغملو سره مې هغوی ټول ځوانان کړل او کمال ته مې رسولي دي.»
که څه هم مېرمن اختیاري د لیک او لوست له نعمته محرومه ده؛ خو ډېرې وړتیاوې په کې لیدل کېږي؛ د هېواد د دښمنانو په جګړه کې د خپل خاوند او ورور له وژل کېدو وروسته یې له ډېرو ناخوالو سره د خپلو اولادونو سرپرستي پر غاړه واخیسته، د درس او زده کړو ادامې په برخه کې یې خپل اولادونه ډېر وهڅول، تر دې چې ټول اولادونه یې د لیسانس تر کچې زده کړې وکړې.
دغې دردمنې مېرمن چې د ژوند ترخو خاطرو په یادولو سره یې له سترګو اوښکې روانې وې، وویل: «دا یوازې زه نه یم چې د جګړې ترخه مې لیدلي، کونډه شوم او د خپلو یتیمو اولادونو سرپرستي مې وکړه، له بده مرغه زرګونو افغانو مېرمنو د ګونډتوب تور څادر پر سره کړی، یو شمېر میندو او پلرونو خپل زامن له لاسه ورکړل او د دغه هېواد میلیونونه ماشومان د پلار او مور له مینې بې برخې شول او اوس له زرګونو بدبختیو سره خپل ژوند پر مخ وړي.»
اختیاري وویل، له هرې خوا چې څوک وژل کېږي، افغان دی، د دغه هېواد بچی دی او له همدې خاورې دی، په افغانستان کې جګړه معنا نه لري.
هغې چې د کورنیو په کچه د قضیو په هوارولو کې پراخه تجربه لري، زیاته کړه چې په هېواد کې د روانې جګړې یو اصلي لامل د زغم او یوه بل نه منل دي چې په کورنیو، ټولنې او بالاخره هېواد کې شتون لري او له بده مرغه د هېواد په کچه د جګړې د دوام لامل شوي دي.
هغې د یوې افغانې ښځې په توګه چې د جګړې تریخ خوند یې څکلی او هغه خور چې یوارېنی ورور یې د جګړې قرباني شوی، د حکومت وسله والو مخالفینو ته په خطاب کې وویل: «زموږ په هېواد کې څلوېښت کاله کېږي چې ورور له ورور سره جنګېږي، یو او بل وژني، د بدبختیو دا ټغر باید ټول شي، هر څوک چې وژل کېږي، زموږ ورور او زوی وژل کېږي او د یوه افغان وینه تویېږي.»
مېرمن اختیاري د دې ستونزې په هواري کې د افغان میندو او مېرمنو رول اساسي او اغېزناک بولي.
د هغې په باور، افغانې مېرمنې باید دواړو لورو [طالبانو او حکومت] ته لاسونه سره یو کړي او د خپلو اولادونو، خاوندانو او وروڼو مخه ونیسي څو نور وسله پورته نه کړي او د یو بل پر وړاندې ونه جنګېږي.
هغې زیاته کړه: «د جګړې درد، بدبختۍ او تباهۍ د دغه هېواد هرې مور، خور او خاوند احساس کړي دي، هېڅکله د جګړې او تاوتریخوالي پلوي نه یو، فکر کوم همدا اوس د دې وخت دی چې ښځې په دواړو اړخونو (طالبانو او حکومت) کې سره یو شو او خپل سړي په خپله کنټرول کړو.»
هغه چې له ۱۶ کلونو راهیسې په دایکنډي کې د کورنیو قضیو په هواري بوخته ده، وویل چې د یوې منځګړې په توګه یې د دایکنډي په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه هغه قضیې چې ښايي د کورنیو ترمنځ یې دښمنۍ رامنځته کړې وای؛ حل کړې دي.
هغه چې د کورنیو موضوعاتو په هواري کې پراخه تجربه لري، پر دې باور ده چې افغانې مېرمنې په هېواد کې د روانې جګړې تر ټولو ډېره قرباني ورکوي، که دولت او طالبان اراده ولري، په ښه ډول کولای شي د سولې ټینګښت لپاره هڅه او ښه منځګړتوب وکړي.
هغې په دې په اړه چې منځګړیتوب ته یې لېوالتیا څنګه پیدا شوه، وویل: «پلار مې د قوم مشر و او یو ښه منځګړی هم و، زه ځوانه نجلۍ وم، د منځګړتوب ځینو قضیو ته ورسره تلم، کله به چې قضیه هوارېده، هر څوک به راغلل او زما له پلاره به یې د اتل په توګه مننه کوله او لاسونه به یې د احترام په ډول ور مچول، ما د غروز احساس کاوه چې پلار مې اتل دی چې د خلکو دومره ستونزې حلوي، کله چې لویه شوم له ځان سره مې فکر وکړ چې د پلار لار تعقیب کړم.»
هغه چې یوازېنی ورور یې په جګړه کې له لاسه ورکړی او بل کس یې په کورنۍ کې نه و، څو د پلار لاره یې تعقیب کړي، له ځان سره یې ژمنه وکړه چې باید د کورنیو قضیو هواري لپاره کار وکړي.
هغې وویل چې په دې موده کې توانېدلې څو د کورني تاوتریخوالي او ټولنیزې شاوخوا سل قضیې حل کړي او ترڅنګ یې لسګونو مېرمنې ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو ته وهڅوي. هغه وايي یو شمېر نامسوول وسله وال، په ځانګړي ډول ځوانان یې هڅولي څو خپلې وسلې حکومت ته وسپاري.
هغې د بېلګې په توګه یادونه وکړه چې د دغه ولایت په خدیر او واشترلي ولسوالیو کې یې د ځینو وسله والو د یو ځای کېدو هڅې کړې او زیاته یې کړه: «د ولایت مقام خدیر او اشترلي ولسوالیو ته زما د سفر زمینه برابره کړه، په یادو ولسوالیو کې مې یو شمېر غیر مسوولو وسله والو ته قناعت ورکړ چې وسلې پر ځمکه کېږدي او له حکومت سره له مخالفت لاس واخلي.»
سولې ته تږې یادې مېرمنې د امریکا متحدو ایالتونو او وسله والو طالبانو ترمنځ هوکړه او د بین الافغاني خبرو پیل په هېواد کې د سولې د تامین او ثبات لپاره ښه ګامونه بولي، وایي چې په دغو خبرو کې پرمختګ یې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره هیلې ډېرې کړې دي.
خو هغې د سولې خبرو او د روان تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه: «لا هم د مذاکراتو اړخونو، د خپلو خلکو دردونه په ښه توګه نه دي درک کړي؛ که نه نو اوربند به یې کاوه، تاوتریخوالی به یې پای ته رساوه او نن به مو د سولې په خبرو کې ښه پرمختګ درلود.»
د هغې په باور، د جګړې دوام د حل لار نه ده او هېڅ اړخ یې ګټونکی نه دی، باید د افغانستان د خلکو غوښتنې ومنل شي او هر څومره ژر په اوربند هوکړه وکړي.
دغې دردمنې ښځې وویل: «زه د یوې مور په توګه دواړو لورو ته دا وایم چې د جګړې دوام ناورین رامنځته کوي او بالاخره یوه ورځ راځي چې زموږ د هېواد ډېری نفوس ښځې وي؛ یا د پاخه عمر خاوندان او یا هم ماشومان، د جګړې دوام ډېرې بدې پایلې لري چې دې ټولو ته باید پام وکړو.»
هغې په داسې حال کې چې پر اننګو یې اوښکې راتلې او ان نه یې شو کولای خبرې وکړي، خبرو خبرو ته دوام ورکړ: “د یوې سپین سرې په توګه حکومت او طالبانو ته عذر کوم چې سوله وکړي او جګړې ته نه ووايي.”
اختیاري په دایکنډي کې له ښه شهرته برخمنه ده.
د دایکنډي د مرکز نیلي اوسېدونکي د روشن اختیاري کړنې ستایي او وايي چې که د اختیاري په څېر هره ښځه د تاوتریخوالي کمولو لپاره کار وکړي، نو یوه امنه ټولنه به رامنځته شي.
د نیلي یوې اوسېدونکې ۳۶ کلنې فرزانې وویل، له دې امله چې زوی یې نه درلود، د خاوند کورنۍ یې ورسره ظلم کاوه، خاوند یې غوښتل طلاق ورکړي خو د مېرمن اختیار منځګړتوب د هغې مېړه له خپلې پرېکړې تېر کړ او دا مهال هوسا ژوند لري.
هغې د اختیاري کړنې د قدر وړ وبللې.
دغه راز د دایکنډي د کیتي ولسوالۍ اوسېدونکی حمیدالله چې درې کاله یې په دې ولسوالۍ کې له یوه نامسوول وسله وال قوماندان سره د دولت ضد فعالیت کاوه، د مېرمن اختیاري د هڅو په پایله کې یې وسله پر ځمکه ایښې ده.
دغه ځوان د یادې ښځې د هڅو ستاینه وکړه او هغه یې د سولې مور وبلله.
نوموړي زیاته کړه: «کله مې چې وسله درلوده، فخر مې کاوه چې وسله لرم، له قوماندان سره یو ځای یم، قدرتمند یم، خو فکر مې نه کاوه چې کارونه مې د قانون خلاف او خطرناک دي.»
هغه چې د مېرمن اختیاري له خپلوانو دی، وویل: «بي بي اختیاري راته وویل چې زویه، ستاسو کار ښه پایله نه لري، ته خپله ځان ته قبر کنې، غیر قانوني کارونه مه کوه او راشه وسله پر ځمکه کېږده، درس ووایه، کار وکړه او غزتمن ژوند ولره، ما نه منله او فکر مې کاوه چې وسله ولرې هر څه په واک کې لرې، قدرت، عزت، پیسې او ښه ژوند؛ خو هغسې نه وه، یوه ورځ مې له ځان سره فکر وکړ چې مېرمن اختیاري ما ولې د وسلې اېښودو ته هڅوي، خامخا ښه کار نه کوم؛ ځکه که خپله وسله پر ځمکه کېږدم اختیاري ته یې څه ګټه ور رسېږي، هماغه وو چې وسله مې پر ځمکه کېښوده او راغلم درس مې پیل کړ، له هغې سره په څنګ کې مې په بازار کې بولاني پخول، اوس د انسانیت او باغزته ژوند لرم.»
Views: 179
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP