ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت: بادغيس کې ٤١ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملي دفاع وزارت: بادغيس کې ٤١ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Feb 2021 - 10:47
ملي دفاع وزارت: بادغيس کې ٤١ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Feb 2021 - 10:47

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۹): د ملي دفاع وزارت په بادغیس کې د ٣٠ طالبانو د وژل کېدو او ١١ نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.

له ملي دفاع وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په روجی ها، جنرال ضیا، حاجي عبدالله او پهلوان کلیو کې عملیات کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو د ۲ سرګروپانو “نجیب الله” او “ګل احمد” په ګډون، ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

د یادې خبرپاڼې پر بنسټ، په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۸ موټر سایکل له منځه وړل شوي او ۸ میله وسلې هم ترې نیول شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.