ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر افغان ډیپلوماتانو په بهر کې د قانون خلاف دندو ته دوام ورکړی

یو شمېر افغان ډیپلوماتانو په بهر کې د قانون خلاف دندو ته دوام ورکړی

author avatar
15 Feb 2021 - 12:07
یو شمېر افغان ډیپلوماتانو په بهر کې د قانون خلاف دندو ته دوام ورکړی
author avatar
15 Feb 2021 - 12:07

کابل (پژواک، ٢۷ سلواغه ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې یو شمېر افغان ډیپلوماتانو د افغانستان په سیاسي استازولیو کې د قانون خلاف له درېيو کلونو د ډېر وخت لپاره د ډیپلوماتانو په توګه دندې ترسره کوي.

د ډيپلوماتيكو او قونسلي كاركوونكو قانون د شپږمې مادې له مخې، له هېواده بهر ډیپلوماتیک او قونسلي کارکوونکي د بالفعل درې کلن خدمت له سرته رسولو وروسته، له موجوده دندې باید مرکز ته تبدیل شي او په مرکز کې هم د یادې مودې تېرول الزامي دي.

د دغه قانون په درېیمه ماده کې راغلي چې په ډیپلوماتیکو کارکوونکو کې سفیر، مختار وزیر، مستشار مختار وزیر، مستشار، لومړی، دویم او درېیم سکرتر شامل دي.

خو د پژواک خبري اژانس موندنې ښیي چې د قانون دغه ماده د اتو ډيپلوماتانو د کار مودې په اړه په پام کې نه ده نیول شوې.

د مدنیت ورځپاڼې خبر له مخې، سید طیب جواد د ۱۳۹۵ کال مرغومی په انګلستان کې د افغانستان د سفیر په توګه ګومارل شوی دی.

خو د بهرنیو چارو وزارت ويبپاڼه کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، جواد د روان کال په وږي میاشت کې په مسکو کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی او په دې توګه یې په بهر کې د سفیر په توګه د کار موده له څلورو کلونو اوړي.

خامه پرېس د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي کې لیکلي چې رویا رحماني په اندونیزیا کې د افغانستان د سفیرې په توګه کار پیل کړی، خو هشت صبح ورځپاڼې د ۱۳۹۷ کال په لېندۍ کې بیا د امریکا په متحده ایالتونو کې د افغانستان د سفیرې په توګه د هغې د ګومارلو خبر ورکړی دی.

په دې توګه په بهر کې د سفیرې په توګه د رحماني د کار موده نږدې څلور کاله او اتو میاشتو ته رسېږي.

د شفقنا ويبپاڼې خبر له مخې، ظاهر اغبر د ۱۳۹۶ کال په لړم میاشت کې د المان په مونیخ کې د افغانستان د جنرال قونسل په توګه دنده پیل کړې ده. د طلوع نیوز د خبر له مخې، هغه د ۱۳۹۸ کال په مرغومي کې په تاجکستان کې د سفیر په توګه مقرر شوی دی.

په دې توګه په بهر کې د ډیپلومات په توګه د اغبر د کار موده له درېیو کلونو اوړي.

د افغان غږ خبري اژانس خبر له مخې، محمد همایون عزیزي د ۱۳۹۶ کال په لړم میاشت کې په هالنډ کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی دی. په پاریس کې د افغانستان سفارت معلوماتو له مخې، نوموړی د روان کال د تلې په میاشت کې په پاریس کې د افغانستان د سفیر په توګه ګومارل شوی دی.

د سفیر په توګه په یادو هېوادونو کې د عزیزي د کار موده هم له درېیو کلونو اوړي.

نظیف الله سالارزی پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې د ۱۳۹۴ کال په وږي میاشت کې په نیویارک کې د افغانستان دایمي استازولۍ مرستیال ټاکل شوی او د ۱۳۹۷ کال په مرغومي کې په بلجیم کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی دی.

په دې توګه د ډیپلومات په توګه د سالارزي د کار موده شاوخوا پنځو کلونو ته رسېږي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه سرچینه وايي چې محمد ولي نعیمي مخکې له دې چې د ۱۳۹۷ کال د تلې په میاشت کې د اسلامي همکاریو په سازمان (OIC) کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده پیل کړې، شاوخوا دوه کاله بلجیم کې د افغانستان ډېپلوماټ و. خو په عربستان کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، نعیمي د ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې عادلې راز مرستیال (شازدافیر)وټاکل شو.

په بهر کې د ډیپلومات په توګه د نعیمي د کار موده هم له څلورو کلونو اوړي.

دغه راز د نشاط راډیو خبر له مخې، وحیدالله ویسي د ۱۳۹۷ کال په غويي میاشت کې په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی او څلور میاشتې مخکې یې د دغې دندې موده د یو کال لپاره غځول شوې ده؛ د هغه د کار موده هم له درېیو کلونو اوړي.

خو ځیني کسان داسې دي چې یو ځل یې تر درېیو کلونو ډېره موده د سفیرانو په توګه کار کړی او بیا له یوې وقفې وروسته په نورو ځایونو کې د سفیر په توګه ګومارل شوي دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې خبر پر بنسټ، شیدا محمد ابدالي د ۱۳۹۷ کال د وږي تر میاشتې شپږ کاله په پرله پسې توګه په هند کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه د افغانستان ولسمشرۍ ته د نوماند کېدو په موخه له یادې نېټې وروسته له سفارته استعفا ورکړه، خو د طلوع نیوز خبر له مخې، دوه کاله او پنځه میاشتې وروسته (د روان کال د سلواغې په ۶ مه) په جاپان کې د افغانستان د سفیر په توګه وګومارل شو.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د یادې سرچینې معلوماتو له مخې، منیژه باختري د ۱۳۸۸ کال په وروستیو کې ناروې کې د افغانستان د سفیرې په توګه ګومارل شوې وه، خو د ۱۳۹۵ کال په زمري میاشت کې یې اسعتفا وکړه او په کاناډا کې مېشت شوه.

سرچینه زیاتوي چې باختري وروسته له څلور کلونو بیا د روان کال په وږي کې د اتریش په ویانا کې د نوماند سفیرې په توګه وګومارل شوه.

په هند کې د افغانستان سفارت معلوماتو له مخې، طاهر قادري د ۱۳۹۷ کال د وږي په میاشت کې په هند کې د افغانستان سفارت د ډېپلوماټ په توګه پر دنده ګومارل شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې قادري د ۱۳۹۸ کال د غبرګولې په ۲۸مه په هند کې د افغانستان سفارت د شازدافیر (سرپرست) په توګه دنده پیل کړې، خو د روان کال د سلواغې په شپږمه په پولینډ کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی دی.

په هند کې د قادري د کار دوه کاله او شپږ میاشتې وخت وتلی، خو دا نه څرګنده چې په پولینډ کې به شپږ میاشتې وروسته د هغه دنده پای ومومي او که به دوام وکړي.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه پوهاند ودیر ساپي پژواک ته وویل چې قانون ته په پام هېڅ ډيپلومات په یو سفارت کې له درېیو کلونو ډېره موده نه شي تېرولی او نه هم بل ځای معرفي کېدلی شي، خو څوک چې دغه اصول نه مني “زورګويي” کوي.

دی وايي: “دا لوی خیانت دی چې وزارت خارجه یې کوي، په دې سره د هغو خلکو حق هم خوړل کېږي چې له یوه ماموریت وروسته باید بل ځای مقرر شي… او په دې اړه ولسمشر هم مسوولیت لري؛ ځکه د هغه له اجازې پرته ډيپلومات نه شي مقررېدای.”

هغه زیاتوي: “دا کار هغه خلک کوي چې د واک پر ګدۍ ناست دي، حساب او کتاب هم نه مني او غواړي چې خپل خلک وګوماري.”

د بهرنیو چارو وزارت له ویاند مرستیال حامد تهذيب څخه مو وپوښتل چې ولې یو شمېر کسان د ډيپلوماتيكو او قونسلي كاركوونكو قانون شپږمه ماده کې له ټاکلي وخت د ډېرې مودې لپاره په بهر کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې کار ته دوام ورکوي؟

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د اساسي قانون د ۶۴مې مادې څوارلسم بند له مخې، له هېواده بهر د افغانستان سیاسي استازو معرفي کول د ولسمشر له واکونو دي او په دې برخه کې له قانون سره سم عمل شوی دی.

د اساسي قانون ۶۴مې مادې په څوارلسم بند کې راغلي چې ولسمشر په بهرنیو هېوادونو او نړیوالو موسسو کې د افغانستان د سیاسي نماینده ګیو د مشرانو ټاکلو واک لري.

پژواک دغه موضوع له ولسمشرۍ ماڼۍ سره هم شریکه کړه، خو ځواب یې ورنه کړ.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.