Language

د کندوز ولایت د اراضۍ ادارې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کندوز (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۹) : د کندوز ولایت د ښارجوړنې ریاست اړوند د اراضۍ ادارې لپاره نوي ودانې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده دوه پوړیزه ودانۍ باندي شاوخوا ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په اساسي بڼه جوړه  شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې ودانۍ کې د ادارې خونو ترڅنګ په کې یو د لویو غونډو تالار هم جوړ شوی دی.

د کندوز والي عبدالستار میرزکوال چې د ولایتي شورا ریس او د یوشمیر نورو ادارو ریسانو یې هم ملتیا کوله یاد تعمیر د پټۍ په پریکولو  ګټې اخیستنې ته وسپاره.

میرزکوال وویل چې ورځ تربلې به کندوز کې د امنیتي وضعیت د ښه والي ترڅنګ په انکشافي برخو کې به د پام وړ پرمختګ راشي چې د انکشافي پروژو د تطبیق په ترڅ کې به د کندوز خلکو ته د کار فرصت هم برابر شي.

Related Topics