کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٩): د پکتيا ولايت د ګردېز د اوسېدونکو او پژواک له خوا ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د ښاروالۍ په چارو او قراردادونو کې د ميليونونو افغانيو فساد او په غير قانوني توګه ځمکې وېشل شوې دي.
په ګردېز ښار کې د ګڼو خپلسرو رغنيزو چارو او د ښار ځينو داخلي سړکونو له خپل مسيره اړولو د مخنيوي په اړه د ښار جوړولو او ځمکو ولايتي رياست سربېره وزارت هم څو ځلې ګردېز ښاروالۍ ته مکتبونه لېږلي او دا چاره يې د فساد يا په دې اداره کې د ظرفيت کموالي له امله بللې ده.
د ګردېز اوسېدونکي هم د ښاروالۍ کارونه له فساده ډک بولي او وايي چې دوی ښاروالۍ ته د ورکول کېدونکو پيسو پر روڼتيا ډاډمن نه دي او نه يې ورته په بدل کې لازم خدمتونه وړاندې شوي دي.
د ګردېز ښار يو شمېر اوسېدونکو او مدني فعالانو نن د سلواغې په ٣٠مه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د دې ادارې په داخلي چارو او قرادادونو کې پراخ فساد شوی او همدارنګه ګردېز ښار په تېرې ښارګوټي کې غير قانوني رغنيزې چارې ترسره شوې او شنې ساحې وېشل شوې دي.
بلخوا د ګردېز ښار يو هټۍ وال سيدجان وايي چې ښاروالۍ ته د جواز او صفايي پيسې ورکوي، خو په بدل کې يې د ښار په بڼه کې بدلون نه دی ليدلی.
هغه پژواک ته وويل: ((جواز يوه پاڼه ده، په ۱۵۰۰ افغانۍ يې راکوي، د صفايي پيسې اخلي، خو خدمتونه نشته، دومره ډېرو پيسو باندې څه کېږي؟))
مدني فعال حبيب علي خېل وايي چې د ګردېز ښاروالۍ په چارو کې د ډېر فساد له امله ځوانان د دې ادارې پر ضد ګام اخيستو ته اړ شوي او ژر به يې پر وړاندې پراخ اعتراضونه پيل کړي.
ده زياته کړه: «مرکزي چارواکو هم ځان کوڼ کړی، دلته چې پلاوي راځي هم پيسې اخلي او بېرته ځي، واقعيتونه پټوي.»
د پکتيا د والي پخوانی سلاکار عطامحمد فېروز هم د ګردېز ښاروالۍ په چارو کې د ډېر فساد خبره کوي او وايي چې ښاروالي او کارکوونکي يې د مارکېټونو له جوړوونکو پيسې اخلي، خو کوم اسناد يې وړاندې نه کړ.
هغه د ګردېز ښاروالۍ داخلي چارې هم له فساده ډکې بولي او وايي چې د دې ادارې د املاکو، انجنيري، تدارکاتو او نورو اړوندو څانګو کې زيات فساد کېږي.
نوموړی تور پورې کوي چې په تېرې ښارګوټي کې د ماسټر پلان خلاف اضافي نومرې رامنځته او پلورل شوې او په ځينو استوګنيزو يا شنو ساحو کې سوداګريز ځايونه جوړ شوي دي.
مدني فعال ډاکتر يوسف احمدزی وايي چې د ښاروالي له خوا د ښار د ځينو داخلي سړکونو د بشپړ ترميم پر ځای د ځينو کوڅو يوازې ځای ځای ترميم شوې او يا يې چارې په نيمايي کې پاتې شوې، خو د پيسو درک يې نه دی لګېدلی.
د پکتيا ځوانانو عالي شورا غړی جمعه ګل افغان همدا راز وايي چې د ګردېز ښاروالي د فساد لويه موضوع د ښار له مرکزي چوکه د پکتيا پوهنتون تر عمومي دروازې پورې د ۴.۸ کيلومتره دويم سړک جوړول دي چې په خبره يې ميليونونه افغانۍ په کې حيف او ميل شوې دي.
د دغه سړک قرارداد په شاوخوا ۹۸ ميليونه افغانۍ ورکړل شوی و، خو د ځينو شرکتونو څښتنانو له پژواک سره په خبرو کې په ياد نيم قيمت او ځيني يې تر هغه هم په کمه بيه پر ټولو ټاکل شوو معيارونو د دغه سړک جوړولو ته چمتو دي.
د اسنادو له مخې، ياد سړک يوازې ۹ متره سور لري چې پخوانی اسفالټ يې د خرابېدو له امله اړول شوی او بېرته اسفالټ شوی، په داسې حال کې چې د ليکلو معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د بيس کورس، اسفالټ او د سړک جوړولو د ځينو نورو توکو بيه هم تر پخوا ارزانه شوې ده.
د افغان په وينا، د دغه سړک دواړو غاړو ته هېڅ وياله، نوي پلونه يا پلچکونه نه دي جوړ شوي او نه يې اضافي کار ته اړتيا لرله.
نوموړى وايي، د پکتيا پوهنتون عمومي دروازې له مخې تر دويم فرعي سړک پورې کابو ۱.۵ کيلومتره متره نور سړک په شاوخوا ۲۷ ميليونه افغانۍ رغول شوی چې د دې دواړو سړکونو په رغېدو کې هم د ډېر فساد ادعا کېږي.
پر دې سربېره د ګردېز په صالوخېلو سيمه کې د ملي دفاع وزارت د رادار پر ځمکه د يوه خصوصي ښارګوټي جوړولو وړانديز هم د ۱۳۹۸ کال د زمري مياشتې په ۹مه نېټه په ۱۶۹ ګڼې مکتوب کې د ګردېز ښاروالۍ له خوا ولايت مقام ته شوی چې د ښار جوړولو رياست د ۱۳۹۸ کال د وږي مياشتې په ۱۷مه نېټه په ۱۵مه ګڼې مکتوب کې پرې اعتراض کړی او قضای دولت د ياد مکتوب په ځواب کې دا ځمکه تر جنجال لاندې بللې ده.
له پژواک سره د شته اسنادو پر اساس، صالوخېل، د نيازيو قوم او د ۲۰۳ تندر قول اردو بېل بېل د ځمکې د ملکيت دعوه لري او خلکو اړوندو ادارو ته په رسمي عريضو کې د دغه ښارګوټي جوړوونکي «غاصبين» بللي چې په خبره یې، په زور د دوی ځمکې لاندې کوي او دوی ته ګواښونه کوي.
سره له دې چې ياد ښارګوټی خصوصي دی، خو د ۱۶۳۸ ګڼې مکتوب له مخې، د ښارګوټي نقشې د حق الزحمې او حق الچاپ پيسې د ګردېز ښاروالۍ د يوه کارکوونکي له خوا اړوندې ادارې ته تحويل شوې چې د پوښتنې وړ دي.
د پکتيا سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالنصير عالميار هم يوه شرکت ته د قراردادونو ورکولو، د مارکېټونو له څښتنانو د يادې ادارې د کارکوونکو له خوا د پيسو اخيستو او د يادې ادارې په چارو کې د فساد خبره کوي او وايي چې له پانګه والو د ښاري خدمتونو په نوم زياتې پيسې اخيستل کېږي، خو په بدل کې يې ورته اسانتياوې نه دي رامنځته شوې.
په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي نصيب مُقبل او ابراهيم غښتلي هم په ګردېز ښاروالۍ کې د زيات فساد خبره کوي او وايي چې ياده اداره په ټولو غير قانوني چارو کې ښکېله ده.
غښتلي پژواک ته وويل چې د يادې ادارې له چارو ورته زيات شکايتونه رسېدلي او په چارو کې د فساد له امله يې په ښار کې معياري او پام وړ کارونه نه دي ترسره شوي.
هغه وايي: ((ښاروالي د ځمکو او نومرو په وېش، غير قانوني مارکېټونو په وېش کې لاس لري، له امنيتي ارګانونو سره لاره لري چې د دوی خوښه نه وي، هېڅوک هېڅ دا ډول غير قانوني کار نه شي کولی.»
بلخوا عصمت الله خالد چې له شاوخوا څلورنيمو کلونو راهيسې د ګردېز ښاروال دی، وايي چې د دندې په موده کې يې په ښار کې ځينې چارې ترسره کړې او ځينې يې د ټولنيزو ستونزو له امله له ځنډ سره مخ دي.
ده پژواک ته وويل چې په ښاروالۍ کې په کېدونکو فسادونو کې يې د کارکوونکو سربېره خلک هم پړه دي، چې په خبره يې فساد ته لاره برابروي.
نوموړی يوه شرکت ته د زياتو قراردادونو ورکولو موضوع نه مني، که څه په قراردادونو کې فساد نه ردوي، خو وايي چې ياده پروسه اوس تر ډېره رڼه شوې ده.
ښاروال وايي: ((زموږ مالي امکانات کم دي، د ځينو نورو ښارواليو په پرتله موږ ته له مرکزه ځيني مهم پروګرامونه نه دي راکړل شوي، دلته فرصتونه او اړتياوې زياتې دي، بیا هم زموږ ټينګار دا دی چې توجه زياته شي.))
عصمت الله خالد د ګردېز ښاروالۍ پخواني مسوولين په چارو کې پر ناغېړۍ تورنوي او وايي چې د دې ادارې د عوايدو پر زياتېدو سربېره يې تشکيل هم زيات کړی دی.
نوموړي په ګردېز ښار او تېرې ښارګوټي کې د ځينو خپلسرو او غير قانوني کارونو کېدل مني، خو وايي چې په دې اړه يې څو ځلې له امنيې قومندانۍ همکاري غوښتې ده.
خو د پکتيا پخوانى سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران چې اوسمهال د پکتيکا امنيه قوماندان دی، ښاروالي پر فساد تورنوي او وايي چې له دوی د عملي همکاري غوښتنه نه ده شوې، بلکې په غیر اصولي ډول د ښاروالۍ له خوا مستقيماً امنيتي حوزو ته مکتوبونه لېږل شوي چې د پوښتنې وړ دي.
د پکتيا نوی امنيه قوماندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر وايي چې له دوی سره تر اوسه داسې کومه مسئله نه ده شريکه شوې.
د ګردېز ښاروال په صالوخېلو سيمه کې جوړېدونکی ښارګوټی هم خصوصي وباله او ويې ويل چې د ښارګوټي مسوولينو خپلې چارې په قانوني ډول ترسره کړې دي.
ښاروال په دې اړهوايي: ((لويه ستونزه د ګردېز ښار لپاره د عمومي ماسټر پلان او تفصيلي پلان نشتوالی دی؛ ښاروالي او نورې ادارې نه پوهېږي چې څنګه مخې ته ولاړې شي. همدارنګه د خلکو د ځمکو اسناد مشکل لري چې ښار جوړولو او ځمکو وزارت يې بايد تصفيه کړي.))
که څه هم پژواک د روان کال د جوزا مياشتې په ۱۹مه نېټه په تېرې ښارګوټي کې د وېشل شوو نومرو، مارکېټونو او شنو او استوګنيزو سيمو په اړه د اطلاعاتي فورم له لارې له يادې ادارې د معلوماتو غوښتنه کړې وه، خو ښاروالۍ يې تر اوسه په اړه له معلوماتو شريکولو ډډه کړې.
همدارنګه پژواک په دې اړه چې ګواکې د ګردېز ښاروال قانوني تحصيلي اسناد نه لري او د هند له کوم تحصيلي بسنټ څخه جعلي اسناد لري، هم په ياده نېټه د اطلاعاتي فورمې له لارې معلومات وغوښتل، خو ښاروالۍ يې تر اوسه په اړه هېڅ معلومات شريک نه کړل.
د يادونې ده، د روان کال په لړم مياشت کې د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ سروې له مخې، ګردېز ښاروالي د خدمتونو نه وړاندې کولو، ښاري بې نظمیو او چارو نه شفافيت له امله د هېواد تر ټولو ناوړه ښاروالي یاده شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP