ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان او هرات کې د ښارجوړونې او ځمکو ریاستونو ته دوه، دوه رییسان ټاکل شوي

جوزجان او هرات کې د ښارجوړونې او ځمکو ریاستونو ته دوه، دوه رییسان ټاکل شوي

author avatar
20 Feb 2021 - 09:22
جوزجان او هرات کې د ښارجوړونې او ځمکو ریاستونو ته دوه، دوه رییسان ټاکل شوي
author avatar
20 Feb 2021 - 09:22

کابل (پژواک،۲ کب ۹۹): د ښار جوړولو وزارت او ځمکو ادارې ادغام په جوزجان او هرات کې اداري ستونزې راولاړې کړي او د ښار جوړولو او ځمکو ریاستونو ته دوه، دوه رییسان ټاکل شوي دي.

د راپورونو له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ کال په لیندۍ میاشت کې د یو فرمان له مخې، د ځمکو اداره د ښار او کور جوړونې له وزارت سره مدغم کړه او له هغه وروسته دغه دواړې ادارې «د ښارجوړولو او ځمکو وزارت» په نوم فعالیت کوي.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وایي چې تر اوسه د یادو دوو ادارو د تشکیلاتو د ادغام چارې نه وې بشپړې شوې، خو اوس نوی تشکیل د روان کال د لیندۍ په شپږمه منظور شوی او له مخې به یې اړونده چارې تنظیم شي.

دغې چارې په دوو ولایتونو کې ستونزې راولاړې کړې دي.

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د روان کال د مرغومي د دېرشمې ۱۱۷۳۳۳ ګڼې مکتوب کاپي ښیي چې د جوزجان ولایت د [ښار او کور جوړولو مخکنی رییس] احمد ايرکین امیني د همدې ولایت د ښارجوړونې او ځمکو ریاست رییس ټاکل شوی.

خو د یاد وزارت د روان کال د سلواغې د دوولسمې د ۱۲۲۹۰۲ ګڼې مکتوب کاپي ښیي چې [د جوزجان د ځمکو ادارې رییس] خیرالله کریمي هم د همدغه ولایت د ښارجوړونې او ځمکو ریاست رییس ټاکل شوی.

احمد ايرکین امیني پژواک ته وویل چې له پنځو کلونو راهیسې یې په دغه اداره کې د ښار جوړونې د رییس په توګه دنده ترسره کوله او چارواکو پرېکړه وکړه چې د چارو د پر مخ بېولو لپاره لومړیتوب هغه کس ته ورکړي چې په یاده اداره کې یې ډېر وخت تېر کړی وي.

دی وايي:”له همدې امله مې له وزارت څخه د ګومارل کېدو مکتوب ترلاسه کړ او د مخکې په څېر مې خپلې دندې ته ادامه ورکړه، خو ۱۲ ورځې وروسته د خیرالله کریمي په نوم بل کس هم له وزارت څخه د خپلې ګومارنې مکتوب راوړ.”

خیرالله کریمي وایي چې په ۱۳۹۷ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د جوزجان د ځمکو ادارې د رییس په توګه پر دنده ګومارل شوی و او اوسنۍ ګومارنه یې هم د وزارت د چارواکو په پرېکړه شوې ده.

هغه په داسې حال کې چې وایي اوس د ښار جوړونې او ځمکو ریاست چارې پر مخ وړي، زیاتوي:”د مخکیني رییس سره هېڅ ستونزه نه لرم، ما یوازې د وزارت په پرېکړه عمل کړی.”

دغه راز د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د روان کال د لیندې د ۱۳مې ۲۷۵ ګڼه مکتوب ښيي چې د هرات ولایت د ښار او کورجوړونې رییس فریدون سروري د دغه ولایت د ښارجوړونې او ځمکو رییس ټاکل شوی.

خو دغه وزارت د هرات ولایت مقام ته د لیندې په شلمه ۲۹۵ ګڼه مکتوب استولی او په کې راغلي چې هرات کې د ځمکو ادارې برحال رییس حارث اخترزاده د ازادې سیالۍ له لارې د ځمکو ادارې د رییس په توګه ټاکل شوی و، او دغه وزارت د ۱۳۹۹ کال په تشکیل کې د ښارجوړونې او ځمکو ریاست بست هم په پام کې نیولی، نو له دې امله چې (سروري او اخترزاده) دواړه د ازادې سیالۍ له لارې ټاکل شوي، تر نوې ګومارنې دې دواړه په چارو کې د بندښت نه رامنځته کېدو په موخه خپلو دندو ته دوام ورکړي.

خو د روان کال د لیندۍ په ۲۳مه وزارت هرات ته بل مکتوب استولی او په کې راغلي:«د هرات د ښارجوړونې او ځمکو ریاست لپاره د دوو رییسانو ګومارنو او د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په شلمه د ۳۹۴/۱۳۳ګڼې مکتوب په تړاو لیکل کیږي چې وزارت تر بلې پرېکړې لازم ګڼي چې د پورته ګڼې مکتوب منځپانګه بې اعتباره او د پلي کېدو وړ نه ده.»

هرات کې د ښارجوړونې رییس فریدون سروري پژواک ته وویل چې دی د وزارت د نوي تشکیل له مخې د یاد ریاست لپاره ګومارل شوی دی.

دی وايي، د یاد بست لپاره که حارث اخترزاده هم ګومارل شوی وي نو هغه ممکن د تشکیل پر بنسټ په همدغه بست کې په کوم بل ولایت کې وګومارل شي.

حارث اخترزاده هم وايي، وزارت تصمیم لري چې دی د ریاست په بست کې بل ځای وګوماري او دا مهال د ښارجوړونې او ځمکو ریاست چارې سروري مخته وړي.

د ښارجوړونې وزارت ویاند حشمت الله ناصري په جوزجان او هرات کې د یادې اداري ستونزې په اړه د پژواک پوښتنې ځواب نه کړې، خو وایي چي د ښار جوړونې او ځمکو له وزارت سره د ځمکو پخوانۍ ادارې له یو ځای کولو وروسته د ښارجوړونې او ځمکو د اوسني وزارت تشکیل د جمهوري ریاست له خوا منظور شوی دی.

دی وايي:”د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون د مصوبې له مخې، هغه ولایتي رییسان چې د ازادې سیالۍ له لارې ګومارل شوي او په ولایتونو کې یې دندې ترسره کولې، په اړوندو بستونو کې د رییس په توګه ټاکل شوي او پاتې محدود ولایتي رییسان به په مرکز او ولایتونو کې په مشابه بستونو کې وټاکل شي.”

Visits: 332

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.