کابل (پژواک، ٢ کب ٩٩): د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د پاکستان له ملاتړ پرته به طالبان د یوه وسله وال جریان په توګه د شپږو میاشتو لپاره د ژوندي پاتې کېدو توان ونه لري.
صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ناټو سازمان له سرمنشي سره د افغانستان د ولسمشر ټلېفوني خبرې له یو بل سره د نظرونو د شریکولو مهم فرصت و.
هغه زیاته کړې، پاکستان د طالبان د مهم تسلیحاتي او ستراتيژيک ملاتړي په توګه هڅه کوي دوه کارونه په موازي ډول ترسره کړي.
د صالح په خبره، لومړی د اذهانو تحریف لپاره د سولې خبرې کوي او د سولې روایت پر رنګه ښکاروي، خو بلخوا له طالبانو څخه د پاکستان د تسلیحاتي، تدارکاتي، روغتیايي، ښوونیز او نظامي ملاتړ د کمېدو هېڅ نښې نه ښکاري.
د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې: ((په تکراري ډول باید وویل شي چې د پاکستان له ملاتړ پرته به طالبان د یوه وسله وال جریان په توګه تر شپږو میاشتو د ژوندي پاتې کېدو توان ونه لري.))
خو پاکستان پخوا دغه ډول څرګندونې رد کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP