Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې وزارت د تدارکاتو او د وارث سیر شرکت رییسان د فساد په تور نيول شوي

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٩): لويه څارنوالي وايي چې د پوهنې وزارت د تهيه او تدارکاتو رييس او د وارث سير شرکت رييس  د فساد په تور نيول شوي دي.

د لويې څارنوالۍ له خوا د کب په ٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا دوه کسان له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ځانګړې څارنوالۍ له خوا له يو لړ پلټنو وروسته د اداري فساد په تور تېره ورځ نیول شوي او دوسیه یې تر هر اړخیزې څېړنې لاندې ده.

سرچينې زياته کړې، د پوهنې وزارت د تهیه او تدارکاتو رييس د وارث سیر شرکت له رييس سره په ګډه يو مستعمل جنراتور چې په قاچاقي ډول يې هېواد ته وارد کړى او په ۱۲ ميليونه افغانیو يې اخیستی و، دولت ته زيان اړولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، لویه څارنوالي د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې ژمنه ده او دا اداره قضیې په بې پرې او خپلواکه توګه او د اسنادو او شواهدو پر اساس د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې څېړي.

سرچينې ويلي، د اداري فساد د عاملانو قضیې تل د لویې څارنوالۍ له خوا څېړل کېږي او د دې ادارې موندنې، پایلې او تحقیقات د قوانینو په چوکاټ کې له رسنیو او افغانانو سره شریکېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.