ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې رییس تاجیکستان ته ولاړ

د ولسي جرګې رییس تاجیکستان ته ولاړ

author avatar
27 Feb 2021 - 21:45
د ولسي جرګې رییس تاجیکستان ته ولاړ
author avatar
27 Feb 2021 - 21:45

کابل (پژواک ۹ کب ۹۹): د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د دغې جرګې د یوه پلاوي په مشرۍ نن د تاجیکستان هېواد پلازمېنې دوشنبې ته روان شو.
د ولسي جرګې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې په دغه سفر کې د ولسي جرګې له رئیس سره د دغې جرګې ۲۵ غړې هم ملتیا کوي.
میر رحمان رحماني به په دغه سفر کې د تاجکستان هېواد ولسمشر امام علی رحمان، د دواړو مجلسونو له رئیسانو، د دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، او د تجارت وزیرانو سره به د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړي.
د ولسي جرګې مطبوعاتي دفتر وایي،چې دغه سفر د دواړو هېوادونو د پارلمانونو په یوه توافق سره ترسره شوی ترڅو د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې وکړي..

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.