Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فرانسې پخوانى ولسمشر د فساد له امله په درې کلونو بند محکوم شو

کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٩) : د فرانسې پخوانى ولسمشر نېکولاس سرکوزى د اداري فساد له امله په درې کلونو بند محکوم شوى دى.

د فرانسې خبري اژانس ( اى اېف پي) د خبر له مخې، پرون د پاريس يوې محکمې د اداري فساد او له خپلې دندې څخه د ناوړه ګټې اخيستنې له امله نوموړي ته د بند سزا ورکړې ده.

٦٦ کلن سرکوزى له ٢٠٠٧ زېږديز کال څخه تر ٢٠١٢ کاله پورې د فرانسې ولسمشر پاتې شوى دى.

د پاريس محکمې په خپله پرېکړه کې ليکلي چې سرکوزى په يوه ځانګړي کور کې د اوسېدو لپاره عريضه کولى شي.

ټاکل شوې چې نوموړى په راتلونکو څو ورځو کې په يوه قضيه کې د ښکېل کېدو له امله  هم  محکمې ته وړاندې شي، په دې قضيه کې هغه تورن دى چې د ٢٠١٢ کال ولسمشريز ټاکنو پر مهال يې ناقانونه لګښتونه کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.