کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٩): د زابل د خاک افغان ولسوالۍ په خرني کلي کې د ارغنداب پر سيند يو وسپنيز پول جوړ شو چې شاوخوا ۲۰زره کورنيو ته يې ګټه رسېږي.
د ټولګټو وزارت د کب په ١٧مه په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، له دغه ۳۵ متره اوږده وسپنیز پله څخه به شاوخوا ۲۰زره کورنۍ ګټه اخلي او مرکز کلات ته يې د هغوی د ساعتونو لار دقيقو ته رالنډه کړې ده.
سرچينې زياته کړې چې یاد پول په درېيو مياشتو کې جوړ شوى او د سيمې د اوسېدونکو ستونزه يې هواره کړې ده.
د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه پله پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د څو نورو ولسوالیو خلکو هم د ارغنداب پر پله د دې ډول پلونو جوړېدو غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولګټو وزارت د خلکو غوښتنو ته د قدر په سترګه ګوري او له پلان او بودجې سره سم د هېواد په ګوټ ګوټ کې اړین پلونه او سړکونه رغوي څو خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته شي.
Visits: 208
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن