ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي په نننیو ټاکنو کې یوازې لومړی نایب وټاکل شو

د ولسي جرګې د اداري پلاوي په نننیو ټاکنو کې یوازې لومړی نایب وټاکل شو

author avatar
7 Mar 2021 - 17:43
د ولسي جرګې د اداري پلاوي په نننیو ټاکنو کې یوازې لومړی نایب وټاکل شو
author avatar
7 Mar 2021 - 17:43

کابل(پژواک،۱۷ کب ۹۹):  د ولسي جرګې د اداري پلاوي په نننیو ټاکنو کې یوازې جاوېد جیحون د دې جرګې د لومړي نایب په توګه وټاکل شو او ټاکل شوې سبا د اداري پلاوي د درېیو څوکیو لپاره تازه ټاکنې ترسره شي.

د ملي شورا د درېیم تقنیني کال ١٧مه دوره تېره ورځ د ولسمشر له خوا پرانیستل شوه.

د اساسى قانون په ٨٧ماده کې راغلي: ((د ملي شورى لـه دواړو جرګـو څخـه هـره يوه د كـار د دورې پـه پيـل كـې لـه خپلـو غړو څخـه يـو تـن د ریيس پـه توګه د يـــوې تقنينـــې دورې لپـــاره، دوه تنـــه د لومړي نايب او دويم نايـب او دوه تنـه د منشـي او د منشـي نايـب پـه توگـه، د يو کـال لپاره انتخابوي.))

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ۱۱ کسانو د دې جرګې د لومړي او دویم نایب، منشي او نایب منشي څوکیو ته ځانونه نوماند کړي وو، هر نوماند د بریا لپاره ۱۱۴ تایید رایو ته اړتیا درلوده.

د ولسي جرګې لومړي نیابت ته له درېیو نوماندانو (د کابل د خلکو استازي جاوید احمد جیحون، د هرات د خلکو استازي منورشاه بهادري او د سمنګان د خلکو استازي ضیاء الدین ضیاء) جیحون د ۱۲۰ تایید رایو په ترلاسه کولو د جرګې لومړی نایب وټاکل شو.

د یادونې ده چې تېر کال د پکتیکا د خکلو استازی میرزامحمد کټوازی د ولسي جرګې لومړی نایب و.

د دویم نایب څوکۍ ته درې کسان (د بلخ د خلکو استازي ظاهر مسرور، د فراه د خلکو استازي ګل احمد نورزاد، او د جوزجان د خلکو استازي محمد کریم جوزجانی) نوماند وو، خو هېڅ یوه یې د بریالیتوب لپاره لازمې رایې ترلاسه نه کړې او ټاکل شوې سبا د دوو مخکښو نوماندانو (نورزاد او مسرور) ترمنځ یو ځل بیا ټاکنې وشي.

د منشي پوسټ ته د هلمند د خلکو استازی محمد کریم اتل، د بغلان د خلکو استازی اسدالله شهباز او د فاریاب د خلکو استازې شفیقه سخا یولچي نوماندان وو، خو هېڅ یوه د بریالیتوب لپاره لازمې رایې ترلاسه نه کړې او ټاکل شوې سبا د دوو مخکښو نوماندان (اتل او سخا یولچي) ترمنځ یو ځل بیا ټاکنې ترسره شي.

د نایب منشي څوکۍ ته د کابل د خلکو استازی عرفان الله عرفان او د اروزګان د خلکو استازې ګلالۍ محمدي نوماند وو چې هېڅ یوه یې د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، سبا د دویم نایب او منشي پوسټ لپاره د مخکښو نوماندانو او د نایب منشي پوسټ لپاره د نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره کېږي.

هغه د جرګې له غړو وغوښتل هغه وکیلان چې د نایب منشي پوسټ نوماندۍ ته لېوالتیا لري د ولسي جرګې ریاست ته دې خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې په پرونیو او نننيو ټاکنو کې محمد علم ایزدیا لومړی نایب، محمد اکبر ستانکزی دویم نایب، راحله دوستم منشي او فیصل سمېع د مشرانو جرګې نایب منشي وټاکل شول.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.