Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

موندنې: په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو حضور ۱۸ سلنه کم شوی

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٩): د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کارکوونکو حضور ۱۸ سلنه کم شوی دی.

د یادې کمېټې په خبرپاڼه کې چې د مارچ د اتمې (ښځې ورځ) په مناسبت خپره شوې او یوه کاپي يې پژواک ترلاسه کړې راغلي، هغه شمېرې چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تازه د افغانستان په رسنیو کې د یو شمېر ښځینه خبریالانو او کارکوونکو ترلاسه کړې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو او کارکوونکو حضور ۱۸ سلنه کم شوی، چې دغه شمېرې د اندېښنې وړ او په افغانستان کې د خبریالۍ د کار د نازک کېدو ښکارندوی دي.

سرچینې زیاته کړې، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د کمېټې د بانک د تازه کولو لپاره په دوامداره توګه د رسنیو، خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو شمېرې د هېواد له ۳۴ ولایتونو ټولوي، چې دا ځل په هېواد کې ۹۰ سلنه فعاله رسنیو په دغه بهیر کې برخه اخیستې ده.

د دغې سروې له مخې، له ۳۰۰ ډېرو ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د امنیتي ګواښونو په ځانګړې توګه وروستیو هدفي وژنو او د کرونا ویروس له امله د رسنیو د مالي ستونزو په خاطر د کم معاش له امله خپلې دندې پرېيښې یا یې له لاسه ورکړې دي.

خبرپاڼه کاږي، د ۱۳۹۹ یم کال د لومړیو شپږو میاشتو شمېرې ښيي چې په ټول هېواد کې ١٦٧٨ ښځو د رسنیو په بېلا بېلو برخو کې دنده ترسره کوله، خو دغه شمېر اوس ۱۳۷۷ تنو ته رسېدلی چې ۱۸ سلنه کموالی ښيي.

سرچینې روښانه کړې، د ۱۳۷۷ کسانو له ډلې چې اوس مهال په رسنیو کې بوختې دي ۳۲۱ یې خبریالانې، او پاتې یې د رسنیو په نورو بېلا بېلو برخو لکه تولیدي او اداري برخو کې فعالیت کوي.

د یادو موندنو له مخې، د رسنیو تر ټولو ډېرې ښځینه کارکوونکې په کابل، وروسته په هرات او په درېیمه درجه کې په بلخ ولایت کې پر دندو بوختې دي. لوګر یوازینی هغه ولایت دی چې یوازې یوه ښځه په کې په رسنیو کې کار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په نهو ولایتونو لکه غور، نیمروز، سرپل، لغمان، پروان، کاپیسا، اروزګان، میدان وردګو او لوګر چې هېڅ ښځینه خبریاله په رسنیو کې فعالیت نه کوي، په یادو ولایتونو کې یوازې ښځې د رسنیو په بېلا بېلو برخو کې کار کوي.

سرچینې ویلي، د افغانستان په پنځو ولایتونو، نورستان، کونړ، پکتیا، پکتیکا او زابل کې هېڅ ښځه په رسنیو کې حضور نه لري.

د دې سروې د موندنو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې دوه خبریالانې چې مخکې یې په زابل او پکتیا کې فعالیت درلود اوس یې د امنیتي ستونزو له امله دندې پرېيښې دي.

د یادونې ده چې په روان هجري لمریز کال کې د رسنیو څلور کارکوونکې په مستقیمو بریدونو کې وژل شوې او دغه کار په ټول هېواد کې د ښځینه خبریالانو پر کار منفي اغېز کړی دی.

افغانستان سږ کال په داسې حال کې د ښځو نړیواله ورځ نمانځي چې د خبریالانو په ځانګړې توګه ښځو خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه ډېر شوي چې له امله یې په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر کم شوی دی.

د خوندیتوب کمېټه له موجوده وضعیت څخه ډېره اندېښمنه ده، ځکه په افغان رسنیو کې د ښځو حضور د ازادو رسنیو او اطلاع رسونې د ازادې فضا لپاره جدي اړتیا ده.

بلخوا په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) له حکومته غوښتي چې د ښځو نړیوالې ورځې په نمانځلو کې د ښځینه خبریالانو د هدفي وژنو دوسیې وڅېړي.

د نی په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي، د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ داسې مهال رارسېږي چې په افغانستان کې ښځې د بل هر وخت په پرتله ډېرې تر امنیتي او رواجي فشارونو لاندې دي. د ښځینه خبریالانو او فعالانو هدف ګرځول د دې لامل شوي چې ښځې د راتلونکي کار او امنیت په اړه بشپړ ډاډ ونه لري.

سرچینې زیاته کړې، میلاله میوند، شهناز رووفي، سعدیه سادات او مرسل وحیدي د رسنیو څلور کارکوونکې دي چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې په جلال اباد ښار کې په هدفي بریدونو کې وژل شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د نی اداره په دې باور ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په رسنیو کې د ښځو رول حیاتي او محوري دی او باید په لټۍ او له مسوولیت څخه په تېښته دغه محوري رول کم ونه ګڼل شي یا محوه نه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.