منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:00 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نسبتاُ سختو ورښتونو او سېلابونو راتلو اټکل شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، سېلابونو راتلو او په دوو راتلونکو ورځو کې د کابل سیندیزه حوزه کې د سیندونو اوبو لوړېدو اټکل شوی دی.

· 1 دقیقه لوستل · 590 کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، سېلابونو راتلو او په دوو راتلونکو ورځو کې د کابل سیندیزه حوزه کې د سیندونو اوبو لوړېدو اټکل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت نن (شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روانې وږي میاشتې له ۱۶مې تر ۱۷ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو د راتلو اټکل شوی دی.

سرچینې لیکلي چې نن په خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، کونر و نورستان ولایتونو او ځینو سېلبرونو کې د سېلابونو راتلو او د اوبو سطحې لوړېدو اټکل شوی دی.

وزارت د یادو سیمو له خلکو غوښتي څو د سېلابونو راتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو پر مهال سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د لاندنیو سیمو خلکو ته دې خبر ورکړي څو له انساني تلفاتو مخنیوی وشي.