Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

صالح: په داخلي او بهرني بُعد کې امرانه سوله نه منو

کابل (پژواک،١٨کب ٩٩): امرالله صالح وايي، افغانستان امرانه سوله نه مني، عبدالله د هېواد په داخل کې د ارزښتونو پر تقویې ټینګار وکړ او وویل چې هېڅوک نه شي کولای پر افغانانو څه تحمل کړي او محقق بیا افغان مشرانو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک د اساسي کمزورتیاوو درلودونکی وباله.

د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال مارشال قسیم فهیم د مړینې د اوومې کالیزې په پار جوړو شوو مراسمو کې چې نن د لویې جرګې په تالار کې ترسره شول، د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح او ځینو نورو سیاستوالو ډېری خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټوني بلنکین له خوا د لیک د رسېدو په اړه وې او ويې ویل، افغانان امرانه سوله نه مني.

د پژواک د یوه راپور له مخې، د روان کال د کب په ۱۷ مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټوني بلنکین افغان سیاستوالو ته د دغه هېواد تازه طرحه وړاندې کړې چې له مخې یې له ملګرو ملتونو غوښتنه شوې چې د افغان سولې په تړاو یوه نړیواله ناسته ترسره کړي.

دغه راز په یاد لیک کې د سولې بهیر پایلې ته د رسېدو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ د ټولو بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت د نازک کېدو په اړه ګواښ هم شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپله د دغه لیک د متن ژبه «بیړنۍ» بللې ده.

صالح: بهرنۍ نړۍ ته زموږ تنګ لاسي او فقر دا معنا نه لري چې د دوی نامشروع غوښتنې ومنو.

امرالله صالح د مارشال فهیم د مړینې د اوومې کالیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل: ((هغه طرحه چې موږ ته لېږل شوې درې برخې لري، ارزښتونه، د نن او راتلونکي ترمنځ پل دی چې د ارزښتونو په برخه کې ستونزه نه لري، خو هغه جوړ شوی پل چې هېواد راتلونکي ته بیايي، جنجالي دی، که اصلاح نه شي، دولت راتلونکي ته نه رسوي او د ۳۰ میلیون خلکو برخلیک تېرې زمانې ته وړي.))

هغه زیاته کړه: ((له امریکایانو او غربیانو د هغو کسانو په توګه مننه کوو چې زموږ مرسته یې کړې، حق لري چې د خپلو ۲۵۰۰ عسکرو به اړه کنفرانس جوړ کړي او لیک را ولېږي او له طالبانو سره خبرې وکړي، دا یې مشروع حق دی او دا زموږ هم مشروع حق دی چې د افغانستان د ۳۵ میلیون وګړو برخلیک د نورو د جنترۍ او کلیزې مطابق معامله نه کړو.))

هغه زیاته کړه: ((هغوی چې د خپلو ۲۵۰۰ عسکرو لپاره ځان ته حق ورکوي چې ۲۵۰۰ لارې تجربه کړي، زه هم د ۳۵ میلیون انسانانو د استازي په توګه د خپلو ټاکنو حق لرم او زموږ انتخابونو ته باید احترام وشي. هو بېوزله یو، هو پر مرستو متکي یو، خو لوی ویاړ دا دی چې زموږ د عزت ملا یې د تاريخ په اوږدو کې نه ده ماته کړې.))

نوموړي د دې په روښانولو چې د لیک په ترلاسه کولو نه دي اندېښمن شوي او نه د افغانستان حکومت په دریځ کې بدلون راغلی او نه را،ځي وویل: ((له غربي نړۍ سره زموږ اړیکه بنسټیزه ده، پر متقابل احترام او ګټو ولاړه ده. هره شېبه چې د دې خطر وي چې یادو ګټو ته په کې احترام نشته او اساسي ګټې تر پښو لاندې کېږي، موږ ترې خپل ملت خبروو.))

هغه زیاته کړه: ((که څه هم موږ له مالي او اقتصادي اړخه کمزوري یو، خو د عزت له نظره هېڅکله زموږ بېوزلي د دې لامل نه ده شوې چې ځان له نورو کم وګڼو او خپل عزت سازش ته نه ورکوو، بهرنۍ نړۍ ته زموږ فقر او تنګ لاسي دا معنا نه لري چې د دوی نامشروع غوښتنو ته غاړه کېږدو.))

صالح وویل: ((موږ له امریکایانو سره شاوخوا دوې ورځې خبرې وکړې، لومړۍ ورځ د بحران د ماتولو په اړه، د موجوده بحران د ماتولو اړوند موږ امریکایانو ته د سازش نه وړ لیک وړاندیز وکړ او هغه دادی... له افغانانو څخه په هېڅ شرایطو، هېڅ پلمه او هېڅ دسیسه د رایو حق نه شو اخیستلای... موږ پر اصلي مسایلو معامله او سازش نه کوو.))

نوموړي وویل، حکومت حاضر دی چې له طالبانو سره د ټاکنو، د ټاکنو قانون په اړه خبرې وکړي خو د اساسي قانون د تعدیل او نظام د شکل د تغییر په اړه به هېڅکله خبرې ونه کړي.

صالح د خپلو خبرو په یوه برخه کې د شریعت عالي شورا د جوړېدو په اړه چې د دې طرحې په یوه بند کې یې یادونه شوې، زیاته کړه: ((هغه ملت چې د زوی نوم یې امام ابوحنیفه دی، اوس یو ــ دوه ملایان له حقانیې مدرسې راشي او ووايي چې له سره تاسو ته د مسلمانۍ لېسانس درکوو، زه به دغه سند تر ابده لاسلیک نه کړم حتی که یواځې هم پاتې شم.))

هغه د دې په یادولو چې افغانان په هېڅ عنوان نه په داخلي او نه په بهرني بعد کې امرانه سوله نه مني، وویل: ((طالبان یو واقعیت دی یا تریخ یا خوږ، موږ له دوی سره سولې ته حاضر یو... خو موږ یو بل نه شو حذف کولای، موږ همدې پختګۍ ته رسېدلي یو چې طالبان نه شو لرې کولای، زموږ هیله داده چې دوی هم د لرې کېدو له سیاسته تېر شي.))

عبدالله: هېڅوک پر افغانان څه شی نه شي کولای تحمل کولای

د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په یادو مراسمو کې وویل، نه غواړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک دفاع یا توجیه کړي، خو په دغه لیک کې د ملي اجماع او سولې بهیر د چټکتیا اړوند واقعیتونه یاد شوي دي.

د ده په خبره، د سولې بهیر د افغانانو لپاره چې هره ورځ ترې قرباني اخلي، یو فوري لومړیتوب دی. هغه د هېواد روان وضعیت له نظامي اړخه «تر ټولو پېچلی» ممکنه حالت وباله او وویل، هېواد له سیاسي اړخه هم له بحران سره مخامخ دی.

هغه زیاته کړه، دوې ورځې مخکې زلمي خلیلزاد کابل ته د سفر پر مهال هغه او ولسمشر غني ته لیک وسپاره، خو دغه لیک له یوه ځایه رسنیو ته ورکړل شو چې په یاد لیک کې د سولې بهیر په اړه څو واقعیتونه ذکر شوي دي.

نوموړي افغان مشرانو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک اړوند وویل، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د یوه عظیم ملت له مقام څخه باید سم استازیتوب ورکړل شي، خو په دغه لیک کې چې د سولې بهیر استعجالیت اړوند اشاره د افغانستان د خلکو د غوښتنې مطابق ده. هغه وویل، د باعزته او پایدارې سولې ټینګښت د افغانستان د خلکو بیړنۍ مسئله ده.

نوموړي دغه راز وویل، په دغه لیک کې داخلي اجماع او د سولې بهیر بریالیتوب ته اشاره شوې او دغه راز په هغه اصولو کې د بحث وړ څه نشته کې په دغه لیک کې یاد شوي دي. د ده په خبره، تصمیم د افغانستان له مشرانو او لویانو سره دی چې پرېکړه وکړي چې ایا سوله کوي او که نه.

عبدالله د سولې مسئلې په پرتله پر افراط او تفریط او له بهرنیانو سره پر چلند نیوکه وکړه او وویل، باید پر بهرنیانو پر شکایت بسنه ونه شي بلکې د هېواد په داخل کې ارزښتونه تقویه کړو.

د عبدالله په خبره، په افغانستان کې هېڅوک د سولې مخالف نه دی، خو دا باید ټول ومني چې د عطف په یوه تاریخي نقطه کې ځای لري چې د داخلي او خارجي شرایطو لپاره رامنځته شوې ده. هغه ټینګار وکړ چې هېڅوک نه شي کولای د افغانستان پر خلکو څه تحمل کړي، خو که بې اتفاقي او تبعیض دوام وکړي، هر څه که وغواړو یا ونه غواړو، پر خلکو به تحميل شي.

محمد محقق: د دغه لیک لهجه امرانه ده

په ورته مهال محمد محقق په دې ناسته کې وویل، د بهرنیو چارو وزارت پیغام مثبت او ښه ټکي لري خو څو اساسي کمزورتیاوې لري.

د هغه په خبره، د پیغام لهجه ښيي چې امریکا د افغانستان د ملي جوړښت او ترکیب په اړه نه پوهېږي او یا یې په رسمیت نه پېژني.

د محقق په خبره، په افغانستان کې د بحران د پیل ټکی د افغانستان د ملي او ټولنیز جوړښت نادیده ګڼل دي.

هغه زیاته کړه، د دغه لیک لهجه امرانه ده، هغه په خپله په ډاګه کوي چې امریکا د سولې په بهیر کې بیړه لري، خو سوله ملي او دوامدار بهیر دی چې د ټولو لوریو په قناعت ترلاسه کېږي او باید په هغه کې بیړه ونه شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.