Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وروستیو جګړو کندهار کې د مېرمنو ژوند له ستونزو او کړاونو سره مخ کړی

کندهار (پژواک، ۱۸ کب ۹۹): په کندهار کې ښځې وايي، په دغه ولایت کې د جګړو شدت د ښځو ژوند له راز راز ستونزو سره مخ کړی او تر بل هر چا دوی د روانې غمیزې قرباني دي.

دوی زیاتوي، دا چې په کندهار کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی، له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي چې عمده برخه یې ښځې جوړوي، په جګړو کې هره ورځ د همدغو مېرمنو اولادونه، وروڼه او خاوندان خپل ژوند لاسه ورکوي.

دغه څرګندونې یو شمېر مېرمنو د ښځو د نړیوالې ورځې (د مارچ ۸مه) په مناسبت له پژواک خبري اژانس سره په مرکو کې وکړې.

په دې اړه نن په یوه خصوصي سالون کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار والي روح الله خانزاده، د ښځو چارو رییسې رقیې اڅکزۍ، سلګونو ښځینه فعالانو، ښځينه سوداګرو، د ښوونځیو ښځینه ښوونکو او زده کوونکو او نورو مېرمنو ګډون کړی وو.

د کندهار د ښځو چارو رییسې رقیې اڅکزۍ وویل، له بده مرغه د تېر کال په پرتله سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې چې عمده لامل یې روانه جګړه، د پوهې ټیټه کچه او ناسم اقتصادي وضعیت دی.

هغې زیاته کړه، په روان کال کې له دوی سره له کوره د تېښتې ۵ پېښې، د نفقې نه ورکولو ۳۷ پېښې، د وهلو ۴۵ پېښې، د اجباري ودونو ۷ پېښې، په کم عمر کې د نجونو ودولو ۳ پېښې، د جنسي تېرې ۵ پېښې، په بدو کې د ورکولو ۵ پېښې او د وژلو ۵ پېښې ثبت شوې دي.

دا وايي، اړوند ریاست یو شمېر پېښو ته رسیدګي کړې او په ټولیزه توګه یې د عامه پوهاوي بهیر روان ساتلی دی.

د کندهار والي روح الله خانزاده وویل، روانې جګړې د هېواد د نورو وګړو تر څنګ تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمن کړي دي.

خو هغه د ملت په ذهنیت جوړونه، سولې او ثبات کې د ښځو رول مهم وګاڼه او غوښتنه یې وکړه چې هغوی باید د ناوړه دودونو د له منځه وړلو، د نشه يي توکو په مخنیوي، یووالي، زده کړو او په هېواد کې د سولې لپاره مبارزه وکړي.

ده وویل، اسلام ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړې ده خو ناوړه دودونو د دې کار مخنیوی کړی دی.

هغه یادونه وکړه چې د سولې په روانو خبرو کې به د ښځو وړاندیزونو او غوښتنو ته هر اړخیزه پاملرنه کېږي.

والي دغه راز ښځو ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به د دوی د اقتصادي پیاوړتیا، سوداګریزې ودې، پانګه اچونې او کار موندنې په برخو کې په سیمه ییزه او ملي کچه او د اړوندو ادارو پاملرنه جلب کړي.

خو تر څنګ یې ده د کرنې یادونه وکړه چې ښځې په کې فعاله ونډه اخیستلای شي او له دې لارې د خپلې کورنۍ او هېواد په اقتصادي پياوړتیا کې ډېره مرسته کولای شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې ښځې دې د کورنۍ په اقتصادي وده او د سالمو اولادونو په روزنه کې خپله پاملرنه ډېره کړي.

ګڼو نورو ښځینه فعالانو غونډې ته ویناوې وکړې او د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي د مخنیوي، د ښځو د تعلیمي او اقتصادي پياوړتیا په برخه کې یې له حکومت څخه د جدي کار غوښتنه وکړه.

د زرمینې په نوم یوې مېرمنې چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې په کندهار کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی نو د ښځو ژوند هم ورسره تریخ شوی دی.

دا وايي، له ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي، میوند او نورو ولسوالیو څخه په دې وروستیو کې د جګړو له امله ۲۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې چې عمده برخه یې ښځې جوړوي.

د دې په خبره، په اصل کې د روانې غمیزې ټول درد او کړاو ښځه تېروي، همدا ښځه ده چې په دې جګړه کې خپل اولادونه، وروڼه او خاوندان له لاسه ورکوي.

یوې بلې مېرمنې سلیمې پژواک خبري اژانس ته وویل، تر هر څه مخکې باید د سولې لپاره کار وشي، که سوله نه وي هیڅوک ښه ژوند نه شي لرلای او نه هم نورې چارې او کارونه کومه پایله لرلای شي.

دا پر وسله والو او حکومت غږ کوي چې نور جګړه بس کړي او د هېواد مېرمنې دې نور د غم پر ټغر نه کښېنوي.

د یادونې ده چې د غونډې په یوه څنډه کې د ښځینه سوداګرو لاسي توکي او صنایع هم نندارې ته اېښودل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.