کابل (پژواک، ۲۳ کپ ۹۹) : ولسمشر اشرف غني د امریکامتحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ قوماندان سره لیدلي دي.
له ارګ ځخه د کب په ۲۳مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او د امریکا متحدو ایالتونو سفارت شارژافیر هم حضور درلود.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، امنیتي وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې او د تاوتریخوالي پر زیاتوالي يې اندېښنه څرګنده کړه.
د ا مریکا د بهرنیو چازو وزیر لخوا ولسمشر اشرف غني ته داستول شوي لیک وروسته ولسمشر اشرف غني سره د امریکا د کوم لوړ پوړي چارواکي دا لومړۍ لیدنه وه.
په دې لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین له ولسمشر غوښتی دي چې دسولې پروسې ته سرعت ورکړي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن