ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د امریکا د پوځ مشر سره پر سولې او تاوتریخوالي کمولو خبرې وکړې

ولسمشر د امریکا د پوځ مشر سره پر سولې او تاوتریخوالي کمولو خبرې وکړې

author avatar
13 Mar 2021 - 21:08
ولسمشر د امریکا د پوځ مشر سره پر سولې او تاوتریخوالي کمولو خبرې وکړې
author avatar
13 Mar 2021 - 21:08

کابل (پژواک، ۲۳ کپ ۹۹) : ولسمشر اشرف غني د امریکامتحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ قوماندان سره لیدلي دي.

له ارګ ځخه د کب په ۲۳مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او د امریکا متحدو ایالتونو سفارت شارژافیر هم حضور درلود.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، امنیتي وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې او د تاوتریخوالي پر زیاتوالي يې اندېښنه څرګنده کړه.

د ا مریکا د بهرنیو چازو وزیر لخوا ولسمشر اشرف غني ته داستول شوي لیک وروسته ولسمشر اشرف غني سره د امریکا د کوم لوړ پوړي چارواکي دا لومړۍ لیدنه وه.

په دې لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین له ولسمشر غوښتی دي چې دسولې پروسې ته سرعت ورکړي.

Views: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.