ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې له بار وړونکو موټرو هر کال ٢١٦ ميليون افغانۍ غير قانوني اخيستل کېږي

کندهار کې له بار وړونکو موټرو هر کال ٢١٦ ميليون افغانۍ غير قانوني اخيستل کېږي

author avatar
13 Mar 2021 - 11:08
کندهار کې له بار وړونکو موټرو هر کال ٢١٦ ميليون افغانۍ غير قانوني اخيستل کېږي
author avatar
13 Mar 2021 - 11:08

کندهار (پژواک، ۲۳ کب ۹۹): په کندهار کې د لویو لارو پر سر له بار وړونکو موټرو هره ورځ ۶۰۰ زره افغانۍ په ناقانونه توګه اخیستل کېږي او ټولې شخصي جېبونو ته ځي.

د پژواک موندنو له مخې، له بار وړونکو موټرو پولیس، د ترانسپورټ مامورین او ترافیک پیسې اخلي، خو موټر چلوونکو ډېر شکایت د لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو له پولیسو کوي.

د کابل- هرات لویه لاره له کندهاره تېرېږي چې هره ورځ پرې سلګونه بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي.

په دغه راپور کې هڅه شوې په کندهار کې په ناقانونه توګه د پیسو اخیستلو موارد وڅېړل شي چې په دې برخه کې له لسګونو موټر چلوونکو سره مرکې شوې او د هغوی له لوري د ویډیوګانو او عکسونو په بڼه اسناد او مدارک له پژواک سره شریک شوي دي.

موټر چلوونکي: که پیسې ور نه کړو، په ساعتونو مو دروي، وهي مو او ان ډزې راباندې کوي

د کابل- کندهار پر لویه لار د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، پولیس نه یوازې له دوی په ناقانونه توګه پيسې اخلي، بلکې سپکې سپورې ورته وايي، وهي او ټکوي يې او که موټر ورته ونه دروي او پیسې ور نه کړي، نو ډزې ورباندې کوي.

لالی هغه موټر چلوونکی دی چې د سوداګرو مالونه د هرات له تور غونډۍ تر کندهار، کابل او نورو ولایتونو وړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: “له هراته چې را روان شم، پر ټوله لار هره پوسته پیسې غواړي، د هرات په میرداوود، په فراه رود، شینډنډ، دلارام، ګرشک، یخچال، سنګین دوراهي، میوند، ژېړۍ او له کندهار ها خوا تر کابله په جلدک، نورک، جنډه، کرو سای او ګڼو نورو سیمو کې پولیس پیسې راڅخه اخلي.”

دی وايي، د پیسو اندازه معلومه نه ده، جوړ جاړی دی، له ۵۰۰ افغانۍ ان تر ۵زره او ۱۰زره پورې له چلوونکي اخیستل کېږي.

نوموړی زیاتوي، په بندرونو کې بیا د ترانسپورټ مامورین پیسې ورڅخه اخلي او په ښارونو کې بیا ترافیک ورته ولاړ وي، له دوی د پیسو غوښتنه کوي.

د ده په خبره، یوازې ملي اردو له دوی پیسې نه غواړي او نه یې تر اوسه ځورولي دي.

په همدغه بنسټ دی غوښتنه کوي چې د لارې امنیت دي ملي اردو ته وسپارل شي.

محمد صابر د لویې لارې بل موټر چلوونکی دی چې وايي، د امنیتي پوستو پولیس ورڅخه پیسې غواړي او کله کله یې په ساعتونو درولي وي.

دی وايي: “پر هره پوسته چې راشم راته وايي، مور درباندې ګرانه ده که پیسې؟ مېرمن درباندې ګرانه ده که پیسې؟”

د ده په خبره، د خپل عزت ساتلو په موخه اړ دي هغوی ته پیسې ورکړي.

د عبدالرحمن په نوم بل چلوونکي ځیني داسې تصویرونه او ویډیوګانې پژواک ته وښودل چې چلوونکي اړ ایستل کېږي امنیتي پوستې ته په خپله پیسې ور وړي.

دی وايي، له ځینو امنیتي پوستو بوشکه راځړوي چې چلوونکی په کې پیسې واچوي او ځینې سیمو کې باید چلوونکی موټر ودروي او د تپې پر سر جوړې شوې امنیتي پوستې ته پیسې ور وړي.

د ده په خبره، له دوی څخه وسله والو طالبان هم پیسې غواړي خو پارچه یې پر ټوله لار منل کېږي او بل ځای پیسې نه ورڅخه اخیستل کېږي، خو پولیسو پر ټوله لار د ده په اصطلاح ګمرکونه جوړ کړي او پیسې ورڅخه اخلي.

حاجي نياز محمد يو بل چلوونکی دی چې له هراته په خپل ټانکر کې ګاز راوړي، دی وايي، له ډاره اړ دی پولیسو ته پیسې ورکړي؛ ځکه که پولیس ورباندې ډزې وکړي، نو موټر یې اور واخلي، بیا مجبور دی ټول تاوان یې دی پرې کړي.

نوموړی وايي، د کندهار- هرات پر لار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د پولیسو پوسته له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ ورڅخه اخلي، په میوند کې د تورو پوسته له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانۍ اخلي، د میوند له بازار ور ها خوا بله پوسته ده چې هېڅ موټر نه شي ورڅخه تلای، له ۵ تر ۲۰زره کلدارې اخلي، د ملنګ کارېز په ساحه کې یوه پوسته ۲۰۰، بله هم ۲۰۰ او بله ۳۰۰ افغانۍ اخلي، لښکرګاه دوراهي ته څېرمه څلور- پنځه پوستې دي چې هره یوه یې ۵۰۰ افغانۍ غواړي.

د ده په خبره، پر دې لار هره ورځ سلګونه موټر تګ راتګ کوي چې په ټولیزه توګه د ورځې ورڅخه لسګونه زره افغانۍ اخیستل کېږي.

ولايتي شورا: د ناقانونه پیسو په اخیستلو کې د پولیسو مسوولین ښکېل دي

د کندهار د ولایتي شورا غړی نعمت الله وفا هم وايي چې پولیس پر لویو لارو له بار وړونکو موټرو په ناقانونه توګه پیسې اخلي چې په خپله د پولیسو رهبري په کې ښکېله ده.

هغه پژواک ته وویل: “ښکاره ده چې دا موضوع د پولیسو په رهبري پورې اړه لري، مسلکي، په قانون پوه پولیس چې د ولس غم ورسره وي، دا کار نه کوي.”

د ده په خبره، له بده مرغه د دغه کار د مخنیوي په برخه کې څه نه دي شوي .

وفا وايي، تر هغه چې مکافات او مجازات نه وي او قانون په سمه توګه عملي نه شي، د دغه کار مخنیوی ګران دی.

په ورته توګه په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی ګل احمد کمین وايي، له بده مرغه له موټر چلوونکو سره پر لویو لارو ناوړه چلند کېږي، هم پولیس په ناقانونه توګه پیسې ورڅخه اخلي او هم د ترانسپورټ او ترازو په نوم پیسې ترې اخیستل کېږي.

ده له پژواک سره په خبرو کې ومنله چې ان د پيسو نه ورکولو پر سر موټر چلوونکي خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

خو دی وايي چې له اړوندو مسوولینو سره یې خبرې پيل کړې څو د هغوی دا ستونزه هواره شي.

چارواکي څه وايي؟

بلخوا د کندهار امنيې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال فريد احمد مشعل وايي، په کندهار کې پولیس له موټر چلوونکو پیسې نه اخلي.

هغه موټر چلوونکو ته ډاډ ورکوي چې د دغه ولایت په ساحه کې به د لویو لارو پر سر له موټر چلوونکو پیسې نه اخیستل کېږي.

مشعل پژواک اژانس ته وويل، د لویو لارو په اوږدو کې په هغو سیمو کې چې د کندهار په امنیې قوماندانۍ پورې اړه لري، هېڅوک نه شي کولای موټر چلوونکو ته ستونزې جوړې کړي او یا په ناقانونه توګه پیسې ورڅخه واخلي.

هغه زیاته کړه، د موټر چلوونکو د ستونزو هواري په موخه به جدي اقدامات ترسره شي.

نوموړي د ترانسپورټي شرکتونو له استازو او موټر چلوونکو وغوښتل چې د لویې لارو پر سر د ستونزو پر مهال د ځانګړو شمېرو له لارې له دوی سره اړیکې ونیسي.

د کندهار د ترانسپورټ رییس صدیق الله حکیمي وايي، له نن څخه یوولس میاشتې مخکې د اړوند وزارت د مخکینی وزیر یما شمس له خوا پر بندرونو له بار وړونکو موټرونو څخه د عوایدو اخیستل بند شول او پرېکړه وشوه چې دغه عواید باید په ګمرکونو کې له سکوډا سیسټم له لارې واخیستل شي.

هغه وویل، له دې پرېکړې سره ترانسپورټ وزارت د عوایدو ټاکل شوی هدف پوره نه کړل او یو نیم میلیارډ افغانۍ کسر یې وکړ.

د ده په خبره، په همدې بنسټ د ترانسپورټ د نوي وزیر له خوا پرېکړه وشوه چې عواید د پخوا په څېر په بندرونو کې واخیستل شي او په دې تړاو یې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په مې میاشت کې ټولو ریاستونو ته مکتوبونه واستول.

دی زیاتوي، کله چې دوی له موټرو د داخلي عوایدو ټولول پيل کړل، نو موټر چلوونکو په اعتصاب او کاربندیز لاس پورې کړ، په داسې حال کې چې دوی پر خپل سر نه عواید ټولولای شي او نه یې بندولای شي.

د نوموړي په وینا، د اړوند وزارت له خوا په دې وروستیو کې بل مکتوب رالېږل شوی چې تر هغه یاد وزارت له موټر چلوونکو سره یوې پایلې ته رسېږي، د عوایدو ټولول دې ودروي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک ته وویل، ولایتي ادارې په یوه تازه ګام کې د فساد او په ناقانونه توګه د پیسو اخیستلو پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې ده.

هغه د بېلګې په توګه په کندهار کې د باغ پُل ترازو مدیر او دوه تنه کمپیوټر کاران یاد کړل چې تازه د فساد او له بار وړونکو موټرونو په ناقانونه توګه د پیسو اخیستلو په تړاو نیول شوي دي.

دی وايي، دغه کسان له هغه وروسته ونیول شول چې څه موده وړاندې د کندهار والي د خلکو د شکایتونو پر بنسټ د شپې ناوخته د ټولګټو ریاست اړوند له باغ پُل ترازو ناڅاپي لیدنه وکړه چې پر مهال یې یو کس ونیول شو چې له باروړونکو موټرونو یې په ناقانونه توګه پیسې اخیستلې.

دی وايي، نیول شوی کس د ملي امنیت ریاست د قضايي څانګې له خوا تر پلټنو لاندې و چې په خپلو اعترافاتو کې یې ویلي وو چې د باغ پُل د تلې مدیر عبدالرسول او دوه کمپیوټر کاران حبیب الله او احمد الله اغا د ناقانونه پیسو اخیستو په چارو کې ورسره شریکان دي.

احمدي وويل، د نیول شوو کسانو دوسیې څارنوالۍ ته لېږل شوې، وروسته به د پلټونو په پایله کې ټول هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي چې په ناقانونه توګه د پیسو اخیستلو په موضوع کې لاس لري.

د يادونې ده، څه موده مخکې د پوليسو له خوا د ځورونو او نا قانونه پيسو اخيستو له امله په ټول هېواد کې ترانسپورټرانو تر دوو اوونيو پورې د اعتراض په توګه کار بنديز کړى و.

د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي چې څو ورځې مخکې په همدې موخه کندهار ولايت ته تللى و، په خپله يې پر لويو لارو له موټر چلوونکو سره وليدل او د هغوى شکايات يې واورېدل.

هغه وايي چې تر اوسه لسګونه د پوليسو منسوبين په همدې تور نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

پايله

کندهار د هېواد په سوېل کې پروت ولایت دی چې د کابل- هرات لویه لاره چې ټولټال ۱۰۶۲ کیلومتره کېږي، له دغه ولایت څخه تېرېږي.

که څه هم موټر چلوونکي او د چلوونکو ټولنې مسوولین وايي چې د ټولې لارې په اوږدو کې له بار وړونکو موټرو پیسې اخیستل کېږي خو په دغه راپور کې یوازې هغه ارقام را اخیستل شوي چې د کندهار ولایت په ساحه کې یې پولیس له موټرو اخلي.

په کندهار کې بار وړونکو موټرو ټولنې مرستیال حاجي نعمت الله الکوزی وايي، په منځنۍ کچه پر یاده لار هره ورځ د کندهار- هرات، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو ترمنځ ۳۰۰ بار وړونکي موټرونه تګ راتګ کوي.

د ده په خبره، د لښکرګاه له دوراهي بیا د کندهار تر باغ پُل ساحې پورې چې د کندهار ساحه ده، له هر موټره له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانیو د بېلابېلو پوستو له خوا اخیستل کېږي.

په دې حساب که په منځنۍ کچه هره ورځ له هر بار وړونکي موټر څخه ۲ زره افغانۍ واخیستل شي نو د ورځې ۶۰۰زره او د میاشتې ۱۸ میلیونه افغانۍ کېږي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.