کابل (پژواک،٢٥ کب ٩٩) : د کوزې پښتونخوا وتلى سياستوال او پخوانى سناتور افراسياب خټک وايي چې د افغانستان جګړه نه په اسلام، نه په انسانيت او نه هم په پښتو کې روا ده.
نوموړي دغه څرګندونې پرون په پېښور پرېس کلب کې قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو په اړه يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
هغه د افغانستان شخړې ته په اشارې سره وويل چې په دوحه کې روانه پروسه او د امريکا نوې طرحه دواړه ناکامه دي.
خټک وايي، د امريکا تر وتلو وروسته په قبايلي سيمو کې د طالبانو خوندي مرکزونه هم بايد وتړل شي.
ده زياته کړه: ((کله چې د امريکا د وتلو خبره کېږي، بايد په قبايلي سيمو کې د ترهګرو د مرکزونو د بندولو موضوع هم مطرح شي، دا به تر څو دلته وي، د دوى برخليک څه کېږي !))
هغه له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې نور جنګ بند کړي، له امريکا سره يې روغه وکړه خو له افغانانو سره يې جګړه روانه ده.
د افراسياب خټک په وينا، دوى نه يواځې له افغانانو سره دښمني لري، بلکې له ښوونځيو، سړکونو او نورو تاسيساتو سر ه هم دښمني لري او ويجاړوي يې.
ده زياته کړه : (( دا جنګ په اسلام،انسانيت او په پښتو ناروا دى. ))
د هغه په وينا، ترڅو چې دا جنګ بند نه شي، له قبايلي سيمو دوى د وسله والو لپاره ترې کار اخلي.
خټک وايي: (( موږ ټول پر حالاتو پوى شوي يو، نور دې څوک پر موږ چل نه وهي، موږ به د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوو، خو قانون ته به غاړه ږدو. ))
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن