ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میاخېل: د علیپور په ګډون له هیڅ جنایتکار سره معامله نه کیږي

میاخېل: د علیپور په ګډون له هیڅ جنایتکار سره معامله نه کیږي

author avatar
19 Mar 2021 - 19:23
میاخېل: د علیپور په ګډون له هیڅ جنایتکار سره معامله نه کیږي
author avatar
19 Mar 2021 - 19:23

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۹۹) : د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي ، د  میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ د پېښې عاملین به سخت مجازات شي او غچ یې اخیستل کیږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د کب په ۲۹ د افغان هوایی قواوو د څلورو تنو پیلوټانو د جنازو مراسمو کې کړې دي.
امنیتي سرچینې وایي چې دا څلور پیلوټان او د ځانګړو ځواکونو پنځه سرتیري هغه مهال ووژل شول چې کله د میدان وردګو ولایت د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ په یوه سیمه کې یوه چورلکه وویشتل شوه.

ځایي امنیتي سرچینې وایي چې دا چورلکه په سیمه کې د غیر مسوولو وسله و الو د یوه قوماندان علیپو د کسانو لخوا ویشتل شوې ده.

د یادو څلورو پیلوټانو جسدونه نن په رسمي مراسمو کې د کابل د سردار داوود خان څلور سوه بستریز روغتون څخه د هغوی کورنیو ته وسپارل شول او بیا یې د جنازې مرسم ترسره شول.

د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخیل په دې مراسمو کې وویل، چې ددغو سرتیرو غچ به خامخا اخیستل کیږي.

هغه زیاته کړه : ((هر چاچې دغه کار کړی که هغه علیپور وي، یا نور غیر مسوول وسله وال وي که طالب وي، له جنایتکارانو سره هیڅ ډول معامله نه کیږي.))

میاخېل وویل، هر څوک چې د نظام داخل کې یا بهر کې چې ددوی ملاتړ کوي، ملي ځواکونه به یې پر ضد دریږي.

د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیاء هم ویلي چې د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ پېښه به بېځوابه پاتې نه شي.

هغه هم د څلورو تنو پیلوټانو د جنازې مراسمو کې ویلي: “هغه کسانو چې تېره شپه د مېدان وردګو ولایت بهسود ولسوالۍ کې د افغانستان ریښتیني بچیان او زموږ همسنګران یې شهید کړل، د دغې قضیې څرنګوالي په تړاو جدي څېړل کیږي او بې ځوابه به پاتې نه شي هرهغه څوک چې د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي، د یو دښمن په څېر ورسره چلند او ځپل کیږي.”

تر اوسه د دغې هلیکوپټرې د لویدو لامل څرګند شوی نه دی، خو د دفاع وزارت د یاند مرستیال تیره ورځ وویل چې په اړه یې څیړنې پیل شوې دي.

تر دا مهاله د دغه هلیکوپټرې د سقوط مسؤلیت د وسله والو طالبانو په ګډون هیڅ یوې وسله والې ډلې نه دی منلی.

 

Views: 759

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.