کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۰): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې د کمال خان بند د پرانیستې په اړه يې د ایران اعلامیه وستایله، وايي چې افغانستان د هیرمند معاهدې ته ژمن دی او د افغانستان او ایران اقتصاد د یوه بل متمم او تکمیلوونکي دي.
نوموړي دغه خبرې نن په ارګ کې د کابینې په غونډه کې کړې دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې ولسمشر غني د هېواد د هوایي ځواک پیلوټانو او د هغو امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته چې الوتکه یې د میدان وردک ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د تروریستي برید هدف شوه، د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند او د دوی کورنیو ته د رسېدګۍ په موخه یې اړوند ارګانونه موظف کړل.
همداراز نوموړي د بهسود ولسوالۍ خلکو ته د خدمت کولو بهیر د چټکتیا په موخه، ټولو دولتي ادارو ته د لازمو اقداماتو لارښوونه وکړه.
ده یو ځل بیا د کابینې غړو او افغان ولس ته د کمال خان بند د پرانیستې چې د خلکو پخوانۍ هیله او د هېواد د اوبو د مدیریت له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده، مبارکي وویله.
په همدې ترتیب ولسمشر د کمال خان بند پرانیستې په اړه د ایران اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وستایله، ټینګار یې وکړ چې افغانستان د هیرمند معاهدې ته ژمن دی او د افغانستان او ایران اقتصاد د یوه بل متمم او تکمیلوونکي دي او له ګاونډیو هېوادونو سره به مو همکاري دوامداره وي.
ولسمشر غني پرون (چهارشنبه) د کمال خان بند پرانیستې په مراسمو کې د هلمند اوبو تړون پر تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان له دې وروسته چا ته «مفتې» اوبه نه ورکوي او که ایران افغانستان ته تېل ورکړي، کولای شي اوبه وغواړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعید خطیب زاده تېره ورځ په دې اړه وويل چې د هيرمند سیند د يوه تعريف شوي حقوقي رژيم لرونکی دی او د هغه قرارداد په اساس چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوی، د ايران حقابه مشخصه ده او د افغانستان دولت هم دغې حقابې ته ژمن دی.
ده زياته کړې، ايران د افغانستان د ولسمشر د څرګندونو چې غواړي اوبه د دواړو هېوادو ترمنځ د همکارۍ پر موضوع بدلې شي، هرکلی کوي او په دې اړه خپل چمتووالی اعلانوي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست، په کمال خان بند او شاوخوا سیمو کې د ښکار د مخنیوي او کب نیولو په خاطر د چاودېدونکو توکو او ټولو نامناسبو طریقو د استعمال د مخنیوي په خاطر د فرمان ترتیبولو په موخه موظف شو. همداراز د سیاحت او ګرځندوی لپاره د کمال بند شاوخوا سیمو د ښکلا په موخه د نیالګیو اېښودو او شنو پارکونو د ایجاد لپاره اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.
په همدې ترتیب د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او ټولو اړوندو ادارو په همکارۍ د اوبېزو حوزو پر اغېزناک مدیریت د بحث لپاره د اقتصادي عالي شورا د ځانګړې غونډې پر جوړولو موظف شول.
کابینې د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي په توګه د فرانسوي ډيپلومات ژان ارنو د ټاکلو هرکلی وکړ او د ۲۰۲۰ کال جینوا کنفرانس تعهداتو د تحقق طرزالعمل مسوده او د یاد کنفرانس د تعهداتو د تحقق عمومي عمل پلان په پرنسیب کې تصویب او د جینوا کنفرانس تعهداتو د تحقق لومړی راپور تایید کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP