ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کمال خان بند پرانېستلو په ټولنیزو شبکو کې د خوښیو شور جوړ کړی

25 Mar 2021 - 16:37
25 Mar 2021 - 16:37

کابل (پژواک، ٥ ورى ١٤٠٠) : د ټولنيزو شبکو ګڼ شمېر کاروونکو پرون ټوله ورځ د کمال خان بند په اړه پوسټونه کول او خپلې خوښۍ يې څرګندولې.

د عامو افغانانو ترڅنګ لوړ پوړو دولتي چارواکو، واليانو، د کابينې وزيرانو، سياسيونو او مدني فعالانو هم د کمال خان بند په اړه د خوښۍ پوسټونه کړي دي.

د نورو خلکو ترڅنګ ولسمشر اشرف غني هم په دې اړه په فيسبو کې پوسټ کړى او ليکلي يې دي : (( کمال خان بند د خاطراتو په کتابچه کې مې وليکل چې د قيامت په ورځ به د کمال خان اوبه زما شفاعت  وکړي.))

د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د کمال خان بند د پرانېستلو په اړه هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

هغه زياته کړې : ((د  کمال خان بند په طرحه او جوړونه کې د مسوولو نهادونو، انجنيرانو او کارکوونکو له هڅو او زحمتونو قدردانی کوم، تمه لرم چې د سولې روانې خبرې اترې به ثمرې ته ورسیږي او ورسره به د بنیادي کارونو ترسره کېدو، د اوبو بندونو، د برېښنا د تولیدي فابریکو، کارخانو، سړکونو او د سیمې په کچه لویو پروژو ته زمینه برابره شي. ))

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپله فيسبوک پاڼه کې هېوادوالو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ليکلي : ((ددې بند د کار تکميل د ګران هېواد د آبادۍ او ښېرازۍ په لاره کې لوی ګام بولم. د کمال خان بند جوړېدل له ډېرو پخوانیو کلونو راهیسې د افغانانو هیله وه چې دا دی نن یې د پرانېستې شاهدان يو. ))

د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل په خپله فيسبوک پاڼه کې د دې بند پر پرانېستل کېدو ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د نيمروز خلکو ته مبارکي ورکړې ده.

د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي په خپله فيسبوک پاڼه کې د کمال خان بند پر پرانېستل کېدو ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

هغه زياته کړې : ((نن په هېواد کې د اوبو ملي ورځ ده، په دغه ورځ په نيمروز ولايت کې د کمال خان بند پرانېستل د هېواد او هېوادوالو لپاره يو ستر وياړ دى. اوبه ژوند، پرمختګ، عزت او ابرو ده نو د اوبو مديريت ډېر مهم دى چې د کمال خان بند په څېر د بندونو په جوړولو سره د افغانستان اوبه مديريت او مهار کېداى شي. ))

په ټولنيزو شبکو کې يو شمېر کسانو د کمال خان بند د پرانېستلو په خوښۍ د ولسمشر غني او د بند انځورونه رسم کړي، ځينو بيا کيکونه پرې کړې او ډېرو دا خوښي په اتڼونو نمانځلې ده.

د هېواد وتلي انځورګر حمدالله ارباب په خپله فيسبوک پاڼه کې په خپل لاس د ولسمشر او کمال خان بند انځورونه جوړ او خپاره کړي دي.

ليکو ال او ژورنالېست اېمل پسرلي په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي : (( په افغانستان کې د يوې ملي پروژې په جوړېدو چې څومره خوښي کېږي، اتڼونه او زيري وي ګومان نه کوم د نړۍ بل هېواد کې يې ساری ووينو. ))

هغه زياته کړې، په ويجاړيو وېر هم تقريباً همداسې درواخله. سړی حيران شي چې په وطن داسې ميين ولس څرنګه دا دی نږدې نيمه پېړۍ له جنګ او ورور وژنې نه خلاصېږي!

د مشتاق رحيم په نوم بل تن په فيسبوک کې ليکلي، په پاکستان کې چې کله د اوبو د‌ مديريت، د برېښنا د بندونو بحث‌ کيږي ؛ نو ټول ملت وېشل کيږي، هلته په پښتونخوا کې د کالاباغ بند جوړولو په تړاو مخالفتونه ډېر وو.

دى وايي : (( خو په افغانستان کې نن مخالف او موافق، لوستی او نالوستی کمال خان نمانځي، د خوښۍ موسکا خپروي او د خوشالۍ اوښکې تويوي، هر افغان په نيمروز کې جوړ بند باندې داسې دنګه غړۍ وړي، داسې د وياړ احساس کوي چې ساری نه لري! دا زموږ د ملتولۍ او يووالي ستره نښه ده. ))

د اوبو د تنظيم چارو ملي ادارې مشر خان محمد تکل هم پرې خپلې فيسبوک پاڼې کې ليکلي چې  د کمال خان بند پرانېستل کېدو سره د افغانانو ٧٠٠ کلنه هيله پوره شوه.

ده زياته کړې : (( د وياړ ځاى دى چې چې نن د هېوادوالو په مخونو د خوښۍ او وياړ مسکاوې خورې وې، موږ يو ځل بيا خپله ژمنه تازه کوو، چې د هېواد اوبه مديريت کېږي. ))

بهيج عثماني ليکلي : ((د کمال خان په بند کې د ولاړو اوبو ننداره کوم، له خوښۍ سره سره اندېښمن يم. موږ د خوښۍ ډېرې لږ شېبې لرلې دي، ډارېږم چې څوک مو په سترګو نه کړي. ))

هغه ويلي سږ کال به د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند هم بشپړ شي او زرګونه جريبه شاړه ځمکه به تر اوبو لاندې شي. په دې ډول به هېواد د غَلو او دانو له درکه پر ځان بسيا شي او چې يو ځل د لوږې او غربت مخه ونيول شوه بيا امن او امان په خپله راځي.

پخواني افغان ديپلوماټ زردشت شمس په خپل فيسبوک ليکلي چې د کمال خان بند د جوړېدو د چارو بشپړول د ستاينې وړ ګام دی او ټولو هېوادوالو ته دې مبارک وي.

هغه زياته کړې : (( پرته له شکه چې د ډاکټر ناکامورا یو کانال د ننګرهار د کافي شمېر اوسېدونکو ژوند سوکاله کړو نو کمال خان بند به یقیناً د نیمروز د اوسېدونکو په ژوند او اقتصاد مستقیم ګټور اغېز وکړي . ))

د ښکلا ځدراڼ په نوم يوې نجلۍ په ټويټر کې ليکلي : ((د کمال خان بند پرانيستنه د ايران  پر دېکتاتوري حکومت يوه کلکه څپېړه ده. دا دومره موده يې زموږ له اوبو مفته استفاده وکړه، له دې وروسته به هرڅه په حساب وي. ))

د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب هم په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، چې د پخواني صدر اعظم موسی شفيق ارمانونه پوره شول، د شهيد داوود خان د ويرژلو اميدونو ډيوې بلې شوې او ولسمشر غني خپله کړې ژمنه پوره کړه.

هغه زياته کړې : (( وروسته له نږدې اووه سوه کلونو به د لرغوني سيستان د ځمکو ټټر د هلمند سيند په خوږو اوبو یخ شي. ))

ژورنالېست کريم اميني په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، چې د کمال خان بند پرانېستل د هېوادوالو لپاره زيرى او ستره هيله ده، خو د دې بند امنيت ټينګول تر ټولو اړين کار دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي چې په وروستيو دوو کلونو کې پر کمال خان بند ٣٥ بريدونه شوي چې له امله يې ٣٩  امنيتي ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړې، چې دغه راز وسله والو طالبانو د دې بند ٢٨ کارکوونکي يرغمل نيولي او د ٩٨ بريدونو او چاودنو مخه نيول شوې ده.

ډاکټر لونګ يوسفزي په خپل فيسبوک کې ليکلي، چې د کمال خان بند د اتلو ملي ځواکونو د وينو په بدل جوړ شوى دى. د دغو اتلانو سرښندنې به د تل لپاره د افغانانو په زړونو کې پاتې وي، او تل به يې پوروړی وي.

عبدالبصير سباوون په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي : (( د کمال خان د بند پر پرانېستې ټول خوښ يو، هغوی که داخل کې دي او که له هېواده بهر اوسیږي، ځکه چې موږ يو ملت يو، بند افغانستان جوړ کړی، د افغانستان ملت جوړ کړی، موږ ځانونه د ایران، پاکستان او نورو په مقابل کې ګورو. ))

د شېرمحمد جهش په نوم بل تن په فيسبوک کې لیکلي، د کمال خان بند په جوړېدو پردي پالو ته تسليت وړاندې کوو او هغو افغانانو ته یې چې ملي روحيه لري، مبارکي ورکړې ده.

د سيد اختيار سباوون په نوم يو تن په خپله فيسبوک پاڼه کې د کمال خان بند د پرانېستلو او په کندهار کې د ارغنداب پول د ويجاړېدو عکسونه خپاره کړي دي.

هغه ليکلي : ((انسانان يې جوړ کړي، خو ځينې يې بيا د جهاد په نامه ړنګ کړي، دا د ارغنداب پول دی چې د کمال خان بند له پرانېستلو سره همهاله پر ماینونو والوځول شو، همدا د امارت او جمهوريت توپير دی. ))

شاعر او ژورنالېست بشير ګواښ بيا پر خپله فيسبوک پاڼه کې داسې لیکلي: (( لستوڼي را اوباسئ  ګډيږئ، د غريبانو ښادي کله کله وينه. ))

خوشحال خليل بيا ليکلي : (( د کمال خان بند په څېر زموږ هره لويه پروژه ددې وطن د بچو د وینو او قربانیو په بدل کې جوړه شوې ده او په هره پروژه کې زموږ زړورو سرتېرو خپلې سینې سپر کړې دي، د انجنیرانو او کارګرو د یاد او ستاینې تر څنګ باید د امنیتی او دفاعي ځواکونو قربانۍ هم یادې شي او درناوی یې وشي. ))

د ولسي جرګې غړي جاويد صافي بيا ولسمشر غني ته ليکلي : (( ولسمشره! د کمال خان بند په جوړېدو دې زړونه وګټل، دا ځل د کونړ پر سیند د څاګي او سورتاق د بندونو نوبت دی.))

نصير احمد ذهين بيا وايي : (( نن مې که د کمال خان بند سل عکسونه کتلي وي، سل ځلې مې غونې ځيږې شوې دي. يو څاڅکى اوبه مې پر ګانډي نه پېرزو کېږي، هغه د سوځېدلي افغان چيغې مې يادې دي، چې “سوختم آب بتې.))

پښتنې نثار په خپله فيسبوک پاڼه لیکلي: (( د  کمال خان بند جوړېدل د شهيد داوود خان خوب و، يو خوب يې تعبیر پيدا کړ . که د خدای خواست ‌ؤ د شهید داوود خان او غازي امان الله خان هر خوب او خواست ته به عمل جامه وراغوندو.»

اظهارالحق فضلي هم  ليکلي،د کمال خان بند په څېر د نورور بنسټیزو پروژو پلي کول به وکړای شي په افغانستان کې د امنيت ټينګولو او د اقتصاد په پیاوړي کولو کې حیاتي رول ولوبوي .

عابده سپوږمۍ وايي:« نن مې د کمال خان بند د جوړېدو او پرانيستلو په وياړ او خوشالۍ کې يوازې دومره له وسې پوره وه چې چېرته مې د کمال خان بند په اړه د چا يو تورى، يوه کرښه هم ليده د زړه لايک مې ورکاوه.د وطن د ابادۍ غږ ډېر خوږ وي خداى د پايندى او ګړندى کړي.»

د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او ځينو پښتنو هم د کمال خان بند پر پرانېستل کېدو مبارکي ورکړې ده.

د غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله ټويټرپاڼه کې د بند پر پرانېستلو د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ليکلي، د افغانستان پرمختګ او سوله به نه يوازې د افغانستان، بلکې د دې سیمې د ټولو هېوادونو د پرمختګ لامل وګرځي.

د غورځنګ بل غړي محسن داوړ ليکلي،  چې په نیمروز کې د کمال خان بند پرانېسته، د افغانستان يومهم پرمختګ دی چې د افغانستان د دولت ژمنتیا د هغه په ترسره کولو کې څرګندوي چې د خپلو خلکو لپاره يې کولی شي.

Views: 150

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version