ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلخمري د لومړۍ امنيتي حوزې مرستيال له طالبانو سره يو ځای شوی

د پلخمري د لومړۍ امنيتي حوزې مرستيال له طالبانو سره يو ځای شوی

author avatar
26 Mar 2021 - 12:19
د پلخمري د لومړۍ امنيتي حوزې مرستيال له طالبانو سره يو ځای شوی
author avatar
26 Mar 2021 - 12:19

پلخمری ( پژواک، ٦ وری ١٤٠٠) : د بغلان د مرکز پلخمري د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال امین اکاخېل له دوو ملګرو او وسلو سره له وسله والو طالبانو سره یوځای شوی دى.

د طالبانو له خوا په خپره شوې ويډیو کې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال امین اکاخېل له ملګرو سره د څو وسله والو طالبانو په منځ کې ښکاري .

هغه وایي چې د طالبانو له مسولینو سره يې اړیکې پخوانۍ وې او اوس ورسره يو ځاى شوى دى.

اکاخېل په دغه ویډیو کې چې د طالبانو له خوا خپره شوې وایي، د پولیسو د مفروزې قطعې ټاکل کېدونکي قوماندان موسی سره تر لانجې وروسته چې په کې هغه ووژل شو له طالبانو سره یو ځای شو.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت هم له وسله والو طالبانو سره د لومړۍ امنیتي حوزې د مرستیال امین اکاخیل یو ځای کېدل تایدوي، خو د اصلي لامل په اړه نه غواړي څه ووایي.
هغه پژواک ته وويل، اکاخېل طالبانو ته خالي لاس ورغلی او هیڅ یې نه دي وړي .

د تېرې جمعې په ورځ په پلخمري ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو او د موسی طاهري په نوم يو پخواني پولیس وسله والو ملګرو ترمنځ پر دولتي ځمکه نښته وشوه چې په کې موسی طاهري ووژل شو او پړه یې د طاهري د ملګرو له خوا پر امین اکاخېل واچول شوه.

Visits: 2135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.