کابل (پژواک، ۷ وری۱۴۰۰): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو، وریجو او غوړیو بیې لوړې شوې خو د مایع کاز بیه ټيټه شوې ده.
د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۱۶ لېترو مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۶۴۰ افغانۍ او د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۳۰۰ افغانيو څخه ۲۴۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د نوموړي په خبره، د پاکستان او مالیزیا په بازارونو کې د وریجو او غوړیو بیو له لوړېدو وروسته په کابل کې هم د یادو موادو بیې لوړې شوې دي.
خو هغه زیاته کړه، نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده توګه د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه ٢۲٥٠ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۰۰ افغانیو او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانیو پلورل کېږي.
د ځينو موادو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د خوراکي توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک ته وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقايي چای به ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکي محمد جاوېد پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۵۰۰ څخه ۳۵۵۰ افغانۍ او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۲۷۰۰ څخه ۳۰۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په کابل ښار کې د سرو زرو بیه په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو له بیو سره اړیکه لړي.
د مایع ګاز بیه ټیټه شوې ده.
د کابل ښار کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۶۰ افغانیو ۵۵ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د هوا په ګرمېدو سره مایع ګاز ته د خلکو تقاضا کمه شوې چې په نتیجه کې د ګاز بیه ټیټه شوې ده.
د کابل ښار تایمني څلورلاري په سیمه کې د «هاشمي» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۴۶ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۸ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل د تېرې شنبې په نسبت نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۷۷،۳۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۱ افغانۍ تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۹۹ کال د کب په ۳۰ مه د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۷،۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٨۸ افغانۍ تبادله کېدلې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP