Pajhwok Afghan News

خليلزاد د سولې خبرو لپاره ترکيې ته تللى

کابل (پژواک، ٨ ورى ١٤٠٠): د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د دغه هېواد ځانګړى استازى د سولې د خبرو په موخه ترکيې تللى دی.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت له لوري رسنيو ته لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد به هڅه وکړي‌ چې د افغانستان د جګړې ټولې ښکیلې غاړې د سولې د مذاکراتو د بهیر د پياوړي کېدو لپاره وهڅوي.

سرچینه وايي چې خلیلزاد به له دواړو غاړو سره د سیاسي تفاهم په اړه د خبرو لپاره د هغوی د چمتوالي‌ په برخه کې همکاري کوي‌ چې په افغانستان کې عادلانه او دوامداره سولې او اوربند ته لاره هواره شي.

خلیلزاد داسې مهال ترکیې ته ځي چې ټاکل شوې بله میاشت په استانبول کې د افغانستان په اړه د سولې یو کنفرانس جوړ شي.

ويل کيږي چې د استانبول په کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کوي.

راپورونه وايي‌ چې ولسمشر غني به په دغه کنفرانس کې د سولې په اړه خپله طرحه وړاندې کړي چې یو وړاندیز به یې له وخته مخکې ټاکنې وي.

Views: 62

Exit mobile version