ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ارغنداب اوبو د مدیریت پروژې چارې پيل شوې

په کندهار کې د ارغنداب اوبو د مدیریت پروژې چارې پيل شوې

author avatar
30 Mar 2021 - 18:31
په کندهار کې د ارغنداب اوبو د مدیریت پروژې چارې پيل شوې
author avatar
30 Mar 2021 - 18:31

کندهار (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۰): د هېواد د کرنې وزیر ډاکټرانوارالحق احدي د یوه پلاوي په ملتیا کندهار ته سفر وکړ او دغلته یې د ارغنداب اوبو د مدیریت لویه پروژه پرانیستله.

په دې اړه د کندهار ولایت مقام د غازي امان الله خان په تالار کې مراسم جوړ شوي وو چې د کندهار والي، د ولایتي شورا رییس او غړو، په ولسي جرګه کې د کندهار استازو، قومي مشرانو، کروندګرو او سوداګرو ګډون کړی وو.

د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، د ارغنداب د اوبو د زېرمو پراختیايي پروژه (AIWRDP) د کرنې وزارت، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا په ګډه په کندهار ښار او ۷ ولسوالیو شاولیکوټ، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوايي، میوند او ژیړۍ کې پلې کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه پروژه چې لومړۍ اجرایوي چارې یې په ۲۰۲۰ زېږدکال کې پیل شوې وې تر ۲۰۲۷ زېږدیز کاله دوام کوي.

دی وايي، پر دې پروژه ټولټال ۳۴۸ میلیونه ډالر لګول کېږي چې د اسیايي پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي چې ۶۰ میلیونه ډالر یې د کرنې وزارت له خوا تمویلېږي.

هغه دا پروژه د افغانستان دولت له مهمو پروژو وګڼله چې موخه یې په کندهار کې د بېوزلۍ کچې ټیټول، کارموندنه، د ملي ناخالص تولید وده او د ارغنداب حوزې د اوبیزو سرچینو مدیریت دی.

احدي وویل، د دهلې بند د دېوالونو لوړول، د دغه بند اړوند د دویمې او درېيمې درجې کانالونو جوړول، له شته اوبیزو سرچینو څخه په کرنه کې اغېزناکه ګټه اخیستل، د حاصلاتو زیاتوالی، د اوبه خور د څاڅکو سیسټم ترویج، د نوو باغونو جوړول، د شنو خونو جوړول او په دې برخه کې بزګرانو ته روزنه ورکول د دې پروژې مهمې برخې جوړوي.

دغه راز ده زیاته کړه چې د اوبو د لویو او کوچنیو زېرمو جوړول، د پيازو، پټاټو او تازه مېوو زېرمتونونه جوړول او د یادو محصولاتو د پروسس مرکزونه جوړول، د نوو کرنیزو ټکنالوژیو دودول، سوداګریز نندارتونونه جوړول، مېرمنو ته د کرنې او سوداګرۍ په برخه کې د فعالیت زمینه برابرول هم په دې لویه پروژه کې شامل دي.

د کرنې وزیر د دغې پروژې د ګټو په اړه وویل چې په پلي کېدو سره به یې د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي، کورني تولیدات به ډېر شي، نوي کاري فرصتونه به ایجاد شي، د بېوزلۍ کچه به ټيټه شي او د کرنې نوې ټکنالوژي به دود شي.

دی وايي، د هېواد په ډېرو سیمو کې کرکیله په دودیزه بڼه تر سره کېږي خو د کرنې وزارت هڅه کوي میکانیزه کرکیله دود کړي او په دې برخه کې به د بزګرانو روزنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د ده په خبره، د اوبو مدیریت د کرنې مهمه برخه ده، په ټولیزه توګه ټاکل شوې چې په دې پروژه کې د دهلې بند اوبه په بنسټيزه توګه مدیریت شي او د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی وشي.

د کندهار والي روح الله خانزاده د ارغنداب اوبو د مدیریت پروژه د کندهار لپاره ډېره مهمه وبلله او د هغې پر باکیفیته پلي کېدو یې ټینګار وکړ.

هغه غوښتنه وکړه چې د کندهار وچې او تازه مېوې ته دې له هېواده بهر بازار وموندل شي او داسې اسانتیاوې دې برابرې شي چې سوداګر وکړي شي مېوه تر بهرنیو مارکېټونو ورسول شي.

نوموړي د سړو خونو پر جوړولو هم ټینګار وکړ او ویې ویل دغه چاره له بڼوالو سره مرسته کوي چې خپل کرنیز محصولات تر ډېره وساتي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي سید احمد سېلاب وویل، د کندهار کرنیزو محصولاتو ته دې په نړیواله کچه بازار وموندل شي، د بې کیفیته زراعتي درملو د واردولو مخنیوی دې وشي، په کندهار کې د څېزنیز فارم جوړ شي، کروندګرو او بڼوالو ته دې د قرضو ورکولو اسانتیاوې برابرې شي او کرنیز بانک دې جوړ شي.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال هم دا پروژه د دې ولایت لپاره ډېره مهمه وبلله خو ټینګار یې وکړ چې په سمه توګه دې پلې شي.

ده وویل، له کندهار سره تل د میرې مور چلند شوی، د ژمنو پر ځای باید عملي کار وشي.

هغه د کرنې له وزیر څخه وغوښتل چې د دې ولایت د کروندګرو او بڼوالو تر ټولو لویه غوښتنه دا ده چې محصولاتو ته یې له هېواده بهر بازار وموندل شي.

دغه راز ده ټینګار وکړ چې د وچکالۍ د مخنیوي په موخه دې په کندهار کې کوچني او لوی بندونه جوړ شي او اوسنۍ پروژه دې په معیاري توګه پلې شي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.