ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: د ترکیې ناسته کې به ټول لوري یوې هوکړې ته ورسیږي

حکمتیار: د ترکیې ناسته کې به ټول لوري یوې هوکړې ته ورسیږي

author avatar
1 Apr 2021 - 16:26
حکمتیار: د ترکیې ناسته کې به ټول لوري یوې هوکړې ته ورسیږي
author avatar
1 Apr 2021 - 16:26

کابل(پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۰): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د افغانستان کړکېچ هواري لپاره د لنډ مهاله غیر ايتلافي حکومت طرحې وړاندې کولو سره وايي چې د ترکيې ناسته کې به نه يوزاې یو واحد دريځ ولري، بلکې که خدای کول ټول لوري به یوې هوکړې ته ورسیږي.

هغه دغه څرګندونې نن د وري په ١٢مه، کابل کې يوې خبري ناستې ته وکړې.

ده وویل چې د ترکیې په ناسته کې باید د دوحې هوکړې له مخې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو او انتقالي حکومت د جوړولو په اړه خبرې وشي.

دی وايي:”ټولو سیاسي ګوندونوهوکړه کړې چې واک دې يوه نوي انتقالي حکومت ته ولېږدول شي خو ارګ تر اوسه په دې اړه واضح اعلان نه دی کړی، مګر ښکاره ده چې له دې پرته بل انتخاب نه لري.”

هغه زياته کړه، احتمال شته چې د ترکيې غونډه کې هند او ایران هم له امریکا، چین، قطر، روسیې، پاکستان او ترکیې سره په ګډه شرکت وکړي او خپل ګډ موقف به ولري.

د حکمتیار په وینا، د کابل پلاوي ځانګړو دلایلو له مخې چې حوصله او چمتووالی يې نه درلود د مسکو غونډه په سبا پرېښوده.

د مسکو ناسته دوه اوونۍ مخکې د سولې د روان ټکني بهیر ګړندي کول لپاره ترسره شوه چې د حکومت او طالبانو پلاوو په ګدون حکمتیار او د سیمې هېوادونو ځینو استازو هم په کې ګډون کړی وو.

د حزب اسلامي مشر وویل، هېواد کې د بحران لپاره دولت تر اوسه نه دی توانېدلی چې یوه طرحه چمتو کړي؛ د ملي مصالحې عالي شورا اوس په طرحې جوړولو باندې بوخته شوې ده.

دی وايي،څنګه چې ټاکل شوې ترڅو په دغه ناسته کې د افغانستان ښکېلو اړخونو مشران ګډون وکړي نو مهمه ده چې له کابله هم یو پلاوی د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ یادې غونډه کې ګډون وکړي.

تر دې مخکې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي و چې دوی د ترکیې ناسته کې د طالبانو پلاوي ته په کتو پلاوی استوي، که د طالبانو مشر په کې ګډون وکړي نو ولسمشر به هم په کې ګډون وکړي.

خو د حزب اسلامي مشر حکمتیار زیاته کړه، یاده ناسته کې د طالبانو د مشر ګډون ستونزمن په دې، دی چې د طالبانو رهبر مشخص ادرس نه لري چې دا ستونزه بايد په نظر کې ونیول شي.

هغه زیاتوي:”موږ بايد حتما ډک لاسونه راشو، دا ناسته باید د مسکو او دوحې په څېر ونه اوسې ځکه ترکیې همدا شرایط وړاندې کړي او د همدې لپاره کوربه توب کوي.”

ده هیله څرګنده کړه چې د ترکیې ناستې بریالي کولو لپاره د اغېزمنو ښکېل لوریو مشرانو ترمنځ له یادې ناستې مخکې باید په کابل کې یوه ناسته وشي.

حکمتیار وايي:” معلومه ده چې ارګ تر فشار لاندې دی او درک کړې یې ده چې خپل ځای به یو نوي حکومت ته پرېږدي او د واک لېږد ته به چمتووالی نیسي.”

ولسمشر اشرف غني څو ځلې ويلي چې واک به يوه منتخب ځاى ناستې ته پرېږدي، هغه څو ورځې مخکې وويل چې د دې کار لپاره چمتو دى، چې په نږدې مياشتو کې ټاکنې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې رییس “ترکیې ناسته” په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تاریخي فرصت ګڼي او وايي، دغه جرګه به ډېر ژر په یاده ناسته کې د وړاندې کولو لپاره د سولې طرحه چمتو کړي.

د يادونې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن تېره مياشت ولسمشر غني ته په يوه ليک کې چې زلمي خليلزاد ورته سپارلی و، د افغان سولې پروسې پر چټکتيا ټينګار کړى و.

هغه په دې برخه کې په ترکيه کې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د يوه کنفرانس جوړولو وړانديز هم کړى و.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان سولې په تړاو د ترکیې په استانبول کې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته یوه ناسته ترسره شي.

حکمتیار د خپلو غوښتنو لپاره بیا لاریون کوي

هغه نننۍ غونډې ته وویل، حکومت د حزب غوښتنو ته بې اعتنايي کړې، له همدې امله سر له سبا کابل او نورو ولایتونو کې لاریونونه پیلوي او دغه مظاهرې به تر هغې دوام وکړي څو چې نوي حکومت ته د اقتدار له انتقال سره توافق وکړي.

دی وايي:”د دغو تظاهراتو ترڅنګ شاید موږ ځینو د دولت له واک پرته سیمو کې د وسله والو مجاهدینو داسې غونډې هم ولرو چې په ترڅ کې یې ولس او نړیوالو ته دا وښیو چې دوی د دولت په امنیتي ځواکونو کې د مدغمېدو لپاره چمتو دي.”

هغه زیاته کړه چې وسله وال کسان یې چمتو و چې له امنیتي ځواکونو سره مدغم خو دولت د ځینو وجوهاتو له امله دا کار ونه کړ.

حکمتیار زیاتوي:”سره له دې چې څلورنیم کاله کېږي چې له دولت سره داسې یوه معاهده لرو چې امریکا یې هم لږ تر لږه تایید کړی دی خو بیا هم زموږ نږدې درې زره بندیان په زندان کې پاتې دي نه یوازې په پلچرخي او بګرام کې بلکې په ګونتانامو کې هم پاتې دي.”

له حزب اسلامي سره د هوکړې د پلي کولو کمېسیون د دغه ګوند د بندیانو په اړه څه موده مخکې په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې په ١٣٩٩ لمریز کال کې د حزب اسلامي ۱۶۴ زره بندیان خوشې شوي او یوازې ۷۴ بندیان چې په اعدام محکوم دي او ورباندې حق‌العبد موجود دی خوشې شوي نه دي او د توافق پر اساس حکومت یې په خوشې کولو مکلف نه دی.

د افغانستان بحران حل لپاره د حزب اسلامي طرحه

دغه راز حکمتیار وویل، حزب اسلامي هم د افغانستان بحران د حل لپاره اغېزمنو لوریو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده چې په هغه کې د لنډ مهاله غیر ائتلافي حکومت جوړولو لپاره واک د سیاسي حزبونو او قومونو ترمنځ به نه وېشل کېږي او ټولو ته به د منلو وړ وي.

دی وايي:”د حزب طرحې له مخې لومړی باید جګړه پای ته ورسیږي او د جګړې دوه اصلي لاملونه یو د بهرنیو ځواکونو وتلو موضوع او دویم د واک لېږد موضوع یو داسې حکومت ته چې ټولو ته د منلو وړ وي باید منتفي شي.”

د هغه معلوماتو له مخي، د حزب په طرحه کې د دولت عالي شورا د پرېکړې نیونې مهمه مرجع یاده شوې او د انتقالي حکومت له اجرائیوي کارونو به د څار مسوولیت لري. په دغه شورا کې به په څلور لسیزو کې د ښکېلو حزبونو مشران ګډون لري.

ده زیاته کړه چې په دغه طرحه کې یې راغلي چې له ولسمشریزو ټاکنو سره به د ولسي جرګې، ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم کېږي ترڅو د اوسني اساسی قانون له مخې د لویې جرګې تشکیل ته لاره برابره شي چې مهمې پرېکړې بیا وکړي.

Visits: 446

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.