کندوز ښار (پژواک، ١٥ ورى ١٤٠٠): د کندوز حکومتي چارواکي وايي چې خصوصي سکتور د دغه ولايت د سپين زر تصدۍ په جايداد کې سل ميليونه افغانۍ پانګونه کوي.
دغه تړون د وري په ١٥مه په کندوز کې د سپين زر تصدۍ د رييس ذبيح الله ذاهد او د خصوصي سکتور د استازي محمد يوسف نايل ترمنځ لاسليک شو.
د سپين زر تصدۍ رييس ذبيح الله ذاهد وويل چې له دغه تړون سره سم به قراردادي د کندوز مرکز کې د سپين زر تصدۍ په ۳۵ جریبه ځمکه کې درې مهم مارکېټونه جوړوي.
هغه وايي چې په دغو مارکېټونو کې د ودانیزو موادو مارکېټ، د پرزه فروشۍ مارکېټ او د تخنیکي ورکشاپونو مارکېټ شامل دي.
د ذاهد په خبره، خصوصي سکتور د يادو مارکېټونو پر جوړولو شاوخوا سل ميليونه افغانۍ پانګونه کوي.
نوموړي د سپين زر تصدۍ پر جایداد پانګونه یو ستر او مهم ګام وباله او ټينګار يې وکړ چې خصوصي سکټور دې د پانګونې لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
دى وايي چې د سپين زر تصدۍ کې په دې پانګونې سره به ۸۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
دغه راز د کندوز والي عبدلستار مېرزکوال وویل، د نوي ښار ابادولو پر لور به دا لومړی او بنسټیز ګام وي او په دې برخه کې به اغېزناک پلانونه تطبیق شي.
دغه راز د پروګرام په پای کې د کندوز ښاروال، سپين زر تصدۍ ريیس او د اغاخان پراختیايي بنسټ د استازي ترمنځ درې اړخیزه هوکړه هم لاسلیک شو.
د دغه هوکړه ليک له مخې به اغا خان بنسټ د سپين زر تصدۍ په ۵۱۰ متره مربع ځمکه کې د ۶۰ زره امریکايي ډالره په لګښت د سبزیجاتو د پروسس مرکز جوړوي.
Visits: 129
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن