ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“یوه هندي خصوصي تحصیلي بنسټ ۳۰۰۰ افغانانو ته جعلي سندونه ورکړي”

“یوه هندي خصوصي تحصیلي بنسټ ۳۰۰۰ افغانانو ته جعلي سندونه ورکړي”

author avatar
7 Apr 2021 - 18:49
“یوه هندي خصوصي تحصیلي بنسټ ۳۰۰۰ افغانانو ته جعلي سندونه ورکړي”
author avatar
7 Apr 2021 - 18:49

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۰): له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون وايي، لویې څارنوالۍ ته یې- په هند کې یوه خصوصي تحصیلي بنسټ له لوري ۳۰۰۰ افغانانو ته د جعلي تحصیلي سندونو ورکولو قضیې په ګډون- د فساد ۱۶ دوسیې سپارلې دي.

سرچینه وایي چې په افغانستان کې دننه د جعلي تحصیلي سندونو او د دولتي چارواکو شتمنیو په ثبت کې د فساد قضیې هم په یادو ۱۶ دوسیو کې شاملې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د ولسمشر فرمان له مخې جوړ شوی دی.

د دغه کمېسیون رییس څارنپال عبدالقیوم نظامي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه کمېسیون د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د فساد ۴۷ قضیې څېړلې او له دې ډلې یې ۱۶ قضیې لویې څارنوالي ته سپارلې دي.

دی وايي، څارنوالۍ ته په سپارل شوو قضیو کې هغه قضیه هم شامله ده چې د هندوستان یوه خصوصي تحصیلي بنسټ (ISBM)   ۳۰۰۰ افغانانو ته د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتور په کچه جعلي سندونه ورکړي دي.

هغه د دغه بنسټ په اړه جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې دغه بنسټ په هند کې اعتبار نه لري.

ده زیاته کړه چې د همدغو جعلي سندونو له مخې ځیني افغانان دولتي چارواکي شوي هم دي.

د یادونې ده چې د انټرنېټي پلټنو له مخې، د ای اېس بي اېم (ISBM) په نوم په هند کې بېل بېل تحصیلي بنسټونه شته. کله چې پژواک د افغانستان حکومت له یوې باوري سرچینې د یاد بنسټ په اړه کره معلومات وغوښتل، ویې ویل: «کېدای شي چې کوم چا د دوی (ISBM) له نومه سوء استفاده کړې وي، اما حد اقل اسناد چې ورکړل شوي، په همدغه نوم دي.»

په کور دننه جعلي تحصیلي سندونه

نظامي زیاتوي: "لویې څارنوالۍ ته په هېواد کې دننه هم د خصوصي پوهنتونو له لوري د جعلي سندونو ورکولو او خیالي محصلینو په اړه هم ځینې قضیې استول شوې دي."

ده په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې کمېسیون به له لویې څارنوالۍ سره یادې قضیې د محکمې تر پرېکړې پورې څاري او د همدغو قضیو په تړاو ۱۱ لوړپوړي دولتي چارواکي د کمېسیون په وړاندیز او د لویې څارنوالۍ په منظورۍ ممنوع الخروج شوي هم دي.

د شتمنیو په ثبت کې فساد

د نظامي د معلوماتو له مخې، یاد کمېسیون د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې د شتمنیو د ثبت ۵۲۰۰ فورمونه ثبت کړي او له دې ډلې یې د ۶۵۰ فورمونو هر اړخیزې څېړنې کړې دي.

دی وايي، په یاده موده کې د ۱۲۵ لوړو پوړو دولتي چارواکو د شتمنیو ثبت فورمونه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې پر ويبپاڼه خپاره شوي او د ۱۵ کسانو امتیازات د شتمنیو پر وخت د نه څرګندولو له امله د تعلیق په حالت کې دي.

هغه وایي چې د درېیو لوړو پوړو دولتي چارواکو دوسیې یې د شتمنیو د ثبت په فورم کې د ګمراه کوونکو معلوماتو په وړاندې کولو سره د څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته لېږلې دي. ده د دغو درېیو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه هم معلومات ورنه کړل.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پژواک ته وویل چې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون له لوري لویې څارنوالي ته د استول شوو ځینو قضیو څېړنې بشپړې شوې او پرمختګ لري او ځینې لا هم تر څېړنو لاندې دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.