ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې وسله والو د عمومي سړک يو پولګوټی په ماينونو الوځولی

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې وسله والو د عمومي سړک يو پولګوټی په ماينونو الوځولی

author avatar
9 Apr 2021 - 11:52
د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې وسله والو د عمومي سړک يو پولګوټی په ماينونو الوځولی
author avatar
9 Apr 2021 - 11:52

جلال اباد (پژواک ۲۰ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولايت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- جلال اباد د دويم لين سړک يو پولګوټی په ماينونو الوځولی دی.

د ننګرهار رسنيو دفتر د وري په ۲۰مه پژواک اژانس ته تاييد کړه چې پېښه تېره شپه د سره رود ولسوالۍ فتح اباد سيمه کې پر يوه پوسته د وسله والو تر بريد وروسته شوې ده.

د رسنيو دفتر وايي، پر دغه لاره د ننګرهار د سره رود، خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو خلک تګ راتګ کوي او دغه راز د کابل- جلال اباد دويمه لويه لاره هم ده.

د فقير محمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د پولچک د ړنګېدو له امله د سهار تر ۹ بجو دواړو غاړو ته لسګونه موټر بند ولاړ وو، خو وروسته د ملي اردو سرتېرو وران شوی پولګوټی موقتي جوړ او لاره يې د ترافيکو پر مخ خلاصه کړه.

که څه هم حکومتي سرچينو ويلي چې پولچک د وسله والو طالبانو له لوري ړنګ شوی، خو وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Visits: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.