ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو سياستوالو، مدني ټولنې او ځوانانو له خليلزاد سره د سولې په اړه طرحې شريکې کړې

ځينو سياستوالو، مدني ټولنې او ځوانانو له خليلزاد سره د سولې په اړه طرحې شريکې کړې

author avatar
11 Apr 2021 - 16:02
ځينو سياستوالو، مدني ټولنې او ځوانانو له خليلزاد سره د سولې په اړه طرحې شريکې کړې
author avatar
11 Apr 2021 - 16:02

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ١٤٠٠): يو شمېر سياستوالو، مدني ټولنې او ځوانانو د سولې  په تړاو خپلې طرحې د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره شريکې کړې دي.

خليلزاد چې پرون سهار کابل ته راغلى، تر اوسه يې دوه ځلې له ولسمشر اشرف غني او يو ځل د ملي روغې جوړې عالي شورا له رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

ارګ او سپيدار ماڼيو ويلي چې په دې ليدنو کتنو کې د سولې پروسې پر وروستيو پرمختګونو او د ترکيې ناستې  په اړه خبرې اترې او سلا مشورې وشوې.

د افغان سولې په تړاو د ترکيې د استانبول ناسته چې د امريکا له خوا يې وړانديز شوى، ټاکل شوېد اپرېل په ١٦مه (د وري ٢٧مه) د ملګرو ملتونو، ترکيې او قطر تر سرپرستۍ لاندې جوړه شي.

خو اندېښنه دا ده چې تر اوسه د يادې نېټې لپاره بشپړ چمتووالى نه دى نيول شوى او کېداى شي د څو ورځو لپاره وځنډېږي.

بلخوا خليلزاد په کابل کې له ځينو سياسي مشرانو، د مدني ټولنې او ځوانانو له استازو سره د ويډيو له لارې پر افغان سولې پروسې خبرې اترې کړې دي.

د ملي محاذ ګوند په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د ګوند مشر سيد حامد ګيلاني نن سهار د افغان سولې لپاره د امريکا له استازي ډاکټر زلمي خليلزاد سره د ويډيو کنفرانس له لارې د افغانستان د روانو سياسي حالاتو ترڅنګ په ترکيه کې د افغان سولې پر تړاو د جوړېدونکي کنفراس پر جوړښت او جزئياتو خبرې وکړې.

خو سرچينې په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

بلخوا زلمي خليلزاد په خپله ټويټرپاڼه کې کې ليکلي چې د خپلو سلا مشورو پر دوام يې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له مشرې شهرزاد اکبر سره د ويډيو لينک له لارې خبرې کړې دي.

هغه زياته کړې چې له نوموړې سره په خبرو کې يې د افغان سولې په تړاو د هغې نظر واخيست او دا چې د سولې په پروسه کې د بشري حقونو ساتلو ته درناوى کېږي، بحث وشو.

خليلزاد ويلي، يوه عادلانه او تلپاتې سوله د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېره مهمه ده.

د نوموړي په وينا، د خپلو سلا مشورو په دوام کې يې د سولې لپاره د ځوانانو اړيکو ګروپ له غړو سره هم سلا مشورې وکړې او د هغوى نظرونه يې واورېدل.

بلخوا د ياد ګروپ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى مشر او د رهبري یو شمېر غړو د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره ګډه ناسته وکړه.

سرچينې زياته کړې، په دې اړيکه کې د اړیکو ګروپ فعالیتونه او په ولایتونو کې د سولې اړوند د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې جوړولو څرنګوالی؛ د سولې په خبرو، سیاسي هوکړو او د سولې له هوکړې وروسته بهیر کې د ځوانانو ګډون، د سولې په مذاکراتو کې د ښځو پر حقونو، بنسټیزو ازادیو او ګډون پر ساتلو او ملاتړ خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په مسوولانه ډول له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل، له نړیوالې ټولنې سره د همکاریو او دوستانه اړیکو دوام او د ولسواکۍ بهیر خوندیتوب او د ټاکنو له لارې سیاسي واک ته رسېدل د سولې هوکړې ته د مشروعیت ورکولو په موخه د ټول شموله لویې جرګې جوړولو له لارې د ولس د ارادې تمثیل او د نظام له ړنګېدو د مخنیوي لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتل.

سرچينې ويلي، په دې ناسته کې د اړیکو ګروپ مشرتابه د سولې په بهیر کې د ځوانانو غوښتنې چې د نوي نسل او ځوانانو سولې جرګو له لارې، د هېواد له ۲۹ ولایتونو را ټول کړي وو، له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره شریک کړل.

د اړیکو ګروپ مشرتابه د سولې په خبرو کې د ځوانانو پر نه ګډون نیوکه وکړه او د سولې په خبرو او هوکړو کې د ځوانانو (له حکومتي او شخصي پروګرامونو بهر) د ګډون او د هغوی د غوښتنو د انعکاس غوښتنه وکړه.

ياد ګروپ ويلي، خلیلزاد د سولې په بهیر کې د ځوانانو له هڅو د ستاینې ترڅنګ، د اړیکو ګروپ په مرسته د مرکز او ولایتونو له ځوانانو سره د ګډو ناستو جوړولو لپاره چمتووالی څرګند کړ او د سولې په خبرو کې د نوي نسل او ځوانانو ګډون لپاره پر میکانیزم د ګډ کار کولو په اړه یې خبرې وکړې.

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.