Pajhwok Afghan News

د جمهوريت لوري د سولې طرحې مسوده توحيد او تصويب شوه

د ترکیې ناستې سولې طرحه نهایي شوه

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ١٤٠٠): د افغانستان اسلامي جمهوري لوري د سولې طرحې مسوده د ځانګړې کمېټې له خوا تصويب او د منظورۍ لپاره د رهبرۍ کمېټې ته وسپارل شوه.
د ملي روغې جوړې عالي شورا وياند فريدون خوځون د وري په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل چې د شورا له خوا د سياسي مشر يونس قانوني په مشرۍ د جمهوريت لوري د سولې طرحو توحيد لپاره يوه کمېټه جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه چې دغې کمېټې له څو ورځو راهيسې پر دې طرحو کار کاوه چې بالاخره يې د دې طرحې مسوده تصويب کړه او له رهبرۍ کمېټې د منظورۍ شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته وسپارل شوه.
ډاکتر عبدالله د يادې کمېټې له رييس محمد يونس قانونی او غړو څخه مننه وکړه چې په ژر فرصت کې يې دا طرحه توحيد او تصويب کړه.
يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې طرحو کې د حکمتيار، استاد سياف، کريم خليلي، مارشال دوستم، افغان ملت، د عطاءمحمد نور په مشرۍ د جمعيت، د پارلمان، د ښځو ټولنو، ځوانانو او يو شمېر نورو سياسي ډلو شاملې وې.
د سرچينې په وينا، دغه راز يو شمېر سياسي مشرانو خپل ليکلي وړانديزونه هم رالېږلي وو.
بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې يو شمېر سياسي ډلو او ټولنو خپلې طرحې نېغ په نېغه له زلمي خليلزاد سره شريکې کړې دي.
بلخوا ځينې سرچينې وايي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا ځانګړې کمېټې له خوا تصويب شوې طرحه کې لا هم اختلافات شته.
يوې سرچينې پژواک ته وويل چې یو شمېر سياسي مشران او ګوندونه د افغانستان راتلونکي جوړښت لپاره پر غير متمرکز نظام ټينګار کوي.
دغه راز سرچينې وويل چې په دې طرحه کې د راتلونکي نوي حکومت (انتقالي، سولې حکومت) د واکمنۍ پر مودې هم لا اختلافات شته چې څو مياشتې او يا کلونه بايد دوام وکړي.
د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د امريکا په وړانديز جوړېدونکې د ترکيې د استانبول ناستې لپاره د جمهوريت ځانګړې طرحه ولېږل شي، خو يو شمېر سياسي ډلې بيا له ارګه د اختلافاتو له امله خپلې ځانګړې طرحې يادې ناستې ته وړاندې کوي.
ټاکل شوې ده چې د ترکيې ناسته د اپرېل په ١٦مه (د وري ٢٧مه) ترسره شي، خو ځيني شنونکي په دې اند دي چې تر اوسه ملګري ملتونه دې ته بشپړ چمتووالى نه لري نو ځکه کېداى شي د څو ورځو لپاره وځنډول شي.
د استانبول ناسته د کوربه هېواد ترکيې، ملګرو ملتونو او قطر په همکارۍ او منځګړتوب ترسره کېږي.

Views: 103

Exit mobile version