ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکو د پوهنې رياست دروازه وتړله.

د پکتيا اوسېدونکو د پوهنې رياست دروازه وتړله.

author avatar
12 Apr 2021 - 21:15
د پکتيا اوسېدونکو د پوهنې رياست دروازه وتړله.
author avatar
12 Apr 2021 - 21:15

ګردېز (پژواک ۲۳ وری۱۴۰۰) : د پکتيا ولايت د درې ځدراڼ ولسواليو ګڼو اوسېدونکو د دې ولايت د پوهنې رياست دروازه له دې امله وتړله چې ددوی په وینا،  د يادې ادارې د بې کفايتې له امله په يادو ولسواليو کې د پوهنې بهير له سختو ستونزو سره مخ دی.
د يادو ولسواليو قومي مشران او ځوانان وايي چې په ګرده څېړۍ، شواک او وزې ځدراڼ ولسواليو کې د ښوونځيو ودانۍ او ښوونکي نشته او د پوهنې رياست د نه پاملرنې له امله يې ماشومان له زده کړو لرې پاتې شوې دي.
قومي مخور سيدرحمن ځدراڼ وايي چې په ځينو سيمو کې د ښوونځيو د کموالي له امله ماشومان له يوه لوري آن ساعتونه په پښو مزل کوي، خو د ښوونکو د کموالي له امله زده کړې نه شي کولی.
ځدراڼ پژواک ته وويل:((زموږ مکتبونو کې ښوونه نشته، معلم نشته، له دې مکتبونو يې معلمان او تشکيل نورو ځايونو ته تللی، نه پوهېږم چې خرڅ کړي يې دي او که څنګه؟ نسل مو بې تعليمه پاتې شو، زموږ نسل بايد تعليم يافته شي، چې يو څه زده کړي او خپل او د بل حقونه وپېژني.))

دګردې څېړۍ ولسوالي قومي مشر سيف الله ځدراڼ وايي تر هغه به خپل اعتراض ته دوام ورکړي او که ستونزه يې حل نشي، نو د خوست ــ ګردېز لويه لاره به وتړي.
ځدراڼ زياته کړه:((دلته چې موږ راغلي يو د زرګونه ځدراڼو په نمايندګي راغلي يو، که ضرورت شي، ټول به راشي. د تعليم حق اساسي قانون ټولو افغانانو ته ورکړی، موږ خپل حق غواړو. مکتب نشته، تعمير نشته، معلم نشته، تشکيل يې نشته، نو ماشوم چا ته کيني او څنګه درس ووايي؟))
د ځدراڼو ځوانانو ټولنې غړی عبدالله مشال وايي چې له ځدراڼو سره د پوهنې سربېره په نورو برخو کې هم خورا ستر توپيري چلند کيږي او په يادو ولسواليو کې آن د ځينو ادارو د کارکوونکو فزيکي شتون نشته.
مشال پژواک ته وويل:((موږ دومره همت لرو، چې ځان ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړو، خو مشکل دا دی چې موږ ته هېڅ حق ندی راکړل شوی او نه راکول کيږي. که مو حقونه رانکړل شي، نور کرار نه کينو.))
خو د پکتيا د پوهنې رييس کوچی ځاځی بيا له يادو ولسواليو مرکز ګردېز يا نورو ولسواليو ته د ښوونکو د بستونو د لېږد خبره نه مني او د دې ادارې د بې کفايني خبره هم ردوي.
ځاځي زياته کړه:((موږ پکتيا کې ۲۵۰۰ بستونه خالي او ۲۵۰۰ ښوونکو ته جدي اړتيا لرو. مشکل دا دی چې د جمعي کانکور امتحان په کال کې يو ځل اخيستل کيږي.))
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پکتيا اوسېدونکو د دې ولايت پر تعليمي بهير او ناوړه تعليمي کيفيت سختې نيوکې او اعتراضونه کړي او د دې ادارې د رهبري د بدلون غږ يې پورته کړی، خو اړوند وزارت په ياده اداره کې د سمونونو راوستلو له ژمنو سربېره هېڅ عملي ګام ندی پورته کړی.

Visits: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.