ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د دیني عالمانو له خوا د روژې فضایلو بیانولو کمپاین پیل شو

کابل ښار کې د دیني عالمانو له خوا د روژې فضایلو بیانولو کمپاین پیل شو

author avatar
12 Apr 2021 - 09:26
کابل ښار کې د دیني عالمانو له خوا د روژې فضایلو بیانولو کمپاین پیل شو
author avatar
12 Apr 2021 - 09:26

کابل (پژواک، ٢٣ وری ۱۴۰۰): د حج او اوقافو وزارت له لوري روژې مياشتې ته د هرکلي کمپاين په کابل کې پيل شو.

د حج او اوقافو وزارت مرستيال امين الدین مظفري په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې له کمپاينه يې موخه د روژې په مياشت کې د تاوتريخوالي کمېدل او د روژې  فضيلت ته د خلکو پام ور ګرځول دي.

هغه زياته کړه چې د ياد کمپاين له مخې به د هېواد جیدو علماوو په مرسته د موټریز کاروان له لارې د کابل ښار په شلو مسيرونو ګرځي او د لاوډسپېکر له لارې به خلکو ته د روژې فضایل بيانوي.

مظفري وايي، د روژې معنوي اړخ په اړه د خلکو پوهاوي لپاره يې بورډونه چمتو کړي چې رمضاني شعاير به پرې ليکل کېږي او د ښارونو په واټونو کې به نصبېږي.

نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې په دې میاشت کې له هر ډول ناوړه اعمالو، دروغو، غیبت، تهمت، سپکاوي، ظلم، ښکنځلو، احتکار، قيمت پلورلو، وژنې او د وینې له تویولو په کلکه ډډه وکړي.

هغه د جګړې پر دواړو لورو غږ وکړ چې د دې میاشتې په درناوي دې نور جګړې ته د پای ټکی کېږدي، څو هېوادوال د امن په فضاء کې ژوند وکړي.

د حج او اوقافو وزارت مرستيال د روژې په مياشت کې د واکسين تطبيق په اړه له روغتيا وزارت او د حج او اوقافو وزارت د علماوو له ټولنې سره خبرې کړې چې ډېر ژر به په دې اړه فتوا صادره شي.

Visits: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.