کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۰): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي چې حکومت د یوه کاري ټیم په جوړولو کار کوي، څو ناټو او امریکا سره د هغوی د سرتیرو په ویستلو کې مرسته وکړي.
د ملی امنتي سلاکار دغه څرګندونې د هندوستان دیوه بنسټ لخوا د (رایزانا ۲۰۲۱) تر نامه په یوه امنیتی ناسته کې وکړې چې په ان لاین توګه نن د وري په ۲۷مه، ترسره شوه.
په دې ناسته کې د نورو ترځنګ د هندوستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون کړي وو.
طالبانو د دوحې له هوکړې وروسته یو ښه فرصت درلود چې خپله ډله یې د خلکو د تحمل وړ ګرځولې وای، خو هغوی له دې فرصته هم په درواغو او غرور سره د فتحې روایت جوړ کړ.
د سولې په پروسه کې باید د طالبانو بېلابېل ګروپونه ټول شامل وي، هیڅ ډله او څانګه یې باید مستثنی نه وي.
نوموړي وویل، د ۲۰۲۱ کال تر سپټمبر پورې چې بهرني سرتېري وځي د افغانانو لپاره د امنیتي وضعیت د کنټرول ښه فرصت دی.
محب وایي، افغانستان د امریکا نظامي حضور ته اړتیا نه لري، یوازې د خپلو سلهوالو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP