کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۰): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي چې حکومت د یوه کاري ټیم په جوړولو کار کوي، څو ناټو او امریکا سره د هغوی د سرتیرو په ویستلو کې مرسته وکړي.
د ملی امنتي سلاکار دغه څرګندونې د هندوستان دیوه بنسټ لخوا د (رایزانا ۲۰۲۱) تر نامه په یوه امنیتی ناسته کې وکړې چې په ان لاین توګه نن د وري په ۲۷مه، ترسره شوه.
په دې ناسته کې د نورو ترځنګ د هندوستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون کړي وو.
طالبانو د دوحې له هوکړې وروسته یو ښه فرصت درلود چې خپله ډله یې د خلکو د تحمل وړ ګرځولې وای، خو هغوی له دې فرصته هم په درواغو او غرور سره د فتحې روایت جوړ کړ.
د سولې په پروسه کې باید د طالبانو بېلابېل ګروپونه ټول شامل وي، هیڅ ډله او څانګه یې باید مستثنی نه وي.
نوموړي وویل، د ۲۰۲۱ کال تر سپټمبر پورې چې بهرني سرتېري وځي د افغانانو لپاره د امنیتي وضعیت د کنټرول ښه فرصت دی.
محب وایي، افغانستان د امریکا نظامي حضور ته اړتیا نه لري، یوازې د خپلو سلهوالو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې په یوه دیموکراتیک افغانستان کې ټول خلکو ته حقوق ورکول کیږي، طالبان نه شي په زوره ځان پر خلکو تحمیل کړی.
هغه زیاته کړه : (( د دې وخت را رسېدلی چې طالبان د افغانستان له دولت سره سوله وکړي او د افغانستان د ټولنې په یوه اصلي جریان بدل شي.))
د نوموړي په وینا، د سولې پروسه کې باید د طالبانو ټولې ډلې شاملې وي، او له دې پروسې څخه دهغوی یوه ډله هم شاته پاتې نه شي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، د طالبانو ترمنځ ډلې شته چې هر یوه غواړي قدرت ته ورسېږي. که سوله کېږي له ټولو ډلو سره دې وشي نه یوازې په دوحه کې د ملابرادر له ډلې، یا له ملا یعقوب سره. باید د سولې خبرو لپاره د ملا برادر، ملا یعقوب، حقاني شبکې او هلمند ډلې سره یوځای شي.
محب له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وویل چې ولسمشر غني ددې پروسې د مدیریت لپاره غوره شخص دی ځکه چې په ۲۰۱۴ کال کې هم ولسمشر دغه کار کړی دی.
ده زیاته کړه : ((راتلونکو څوو ورځو کې به یوې کاري ډلې سره کېنو چې له ناټو او امریکا سره د ځواکونو د وتلو پر پلان او افغان سرتېرو ته د بشپړ مسوولیت سپارلو اړوند خبرې پیل کړو.))
هغه وایی، هر څوک د افعانستان په جمهوري او ولسواک نظام کې ځانونه لیدلای شي، خو طالبان باور نه شي کولای چې خپله ډله پر خلکو ومني.
محب وویل، ډیموکراسي داسې جوړښت دی چې ټول سره را ټولولای شي او د یوې داسې ټولنې د جوړولو سبب ګرځي چې ټول اړخونه یو او بل سره مني.










