ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د اووه زره طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو د ولسمشرغني د موافقې خبر ناثابته ادعا ده

 د اووه زره طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو د ولسمشرغني د موافقې خبر ناثابته ادعا ده

author avatar
17 Apr 2021 - 17:07
 د اووه زره طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو د ولسمشرغني د موافقې خبر ناثابته ادعا ده
author avatar
17 Apr 2021 - 17:07

کابل(پژواک،۲۸ وری ۱۴۰۰): د پخواني ولسمشر د دفتر رییس په یوه تلوېزیوني بحث کې ویلي چې ولسمشر غني له امریکا سره د اووه زره طالب بندیانو د خوشي کېدو په برخه کې موافقه کړې، خو ولسمشرۍ ریاست دغه خبر ردوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر او د حامد کزري د دفتر رییس عبدالکریم خرم په دې وروستیو کې د کاویان په نوم یوې رسنۍ سره د «بهرنیو سرتېرو وتل او استانبول ناستې پېچلتیاوې» په نوم سیاسي بحث کې په دې مساله خبرې کړې دي.

په دغه بحث کې چې د نظامي او اطلاعاتي چارو پوه جنرال جاوېد کوهستاني، لیکوال او شنونکي اکرام اندېښمن په کې ګډون درلود «له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو وتلو، ترکیې ناستې، اووه زره طالب بندیانو خوشي کولو» اړوند خبرې وشوې.

خرم په دې بحث کې ویلي، د ده د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې طالبانو او امریکا په قطر کې د «تور لېست او اووه زره طالبان بندیانو د خوشي کولو» پر سر خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: “زما د معلوماتو له مخې، دغه موضوع هم په ټیلېفون او هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او خلیلزاد د افغانستان له ولسمشر سره شرکه کړې او د ولسمشر غني له خوا هم منل شوې ده.”

حقیقت موندنه:

ولسمشرۍ مانۍ وايي د خرم خبرې ناسمې او له حقیقت څخه لرې دي

د حکومتي رسنیو د دفتر رییس دوا خان مینه پال وايي، د اووه زره طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو د ولسمشر د موافقې اړوند د عبدالکریم خرم خبرې حقیقت نه لري.

نوموړي زیاته کړه: “نه امریکا داسې غوښتنه کړې او نه هم افغان حکومت په دې اړه پرېکړه کړې ده.”

د هغه په خبره، افغان حکومت هغه مهال طالب بندیان خوشي کوي چې د سولې بهیر کې پرمختګ او یو سراسري او دایمي اوربند رامنځته شي، ځکه مخکنیو تجربو ته په پام چې پنځه زره طالب بندیان خوشي شول خو ناامنۍ زیاتې شوې او ډېری خوشي شوي کسان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شول.

طالبانو تر اوسه د دوی د اووه زره بندیانو له خوشي کېدو سره د حکومت د توافق په تړاو څه نه دي ویلي، خو د دوحې تړون په اساس ټول طالب بندیان باید خوشي شي. طالبان هم د دغه تړون پر عملي کېدو ټینګار کوي.

پایله: حکومت د عبدالکریم خرم هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې ولسمشر غني د اووه زره طالب بندیانو له خوشي کېدو سره توافق کړی دی.

پرېکړه: د اووه زره طالب بندیانو له خوشي کېدو سره د ولسمشر غني د موافقې په تړاو خبر ناثابته ادعا ده.

Visits: 854

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.