جلال اباد (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۰: د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل وایي چې دې ولایت لپاره د طالبانو مهم نظامي قوماندان د کوزې پښتونخوا په پيښور ښار کې وژل شوی دی.
امرخیل د وري په ۳۰مه، پخپل ټویټر کې لیکلي چې د مولوي نېک محمد رهبر رهبرمل په نامه د طالبانو دغه قوماندان نن مازیګر د پيښور ښار په حاجي کیمپ سیمه کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په دې برید کې د هغه د ښاري شبکې مسوول عزیز الله مشهور په مصطفی له یوه بل تن سره ټپي شوي دي.
بلخوا په ټولنیزو شبکو کې د هغه د جسد او د سپین ټوډي موټر عکسونه خپاره شوي دي چې په مرمیو لګیدلي دي.
د پيښور پولیسو رسنیو ته ویلي چې په یاده سیمه کې یو تن وژل شوی، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د پيښور دوو تنو ځآیي خبریالانو هم پژواک ته یاده پيښه تایید کړه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.
د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې هم په پښتونخوا کې د طالبانو مهم قوماندان وژل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP