ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار لپاره د طالبانو مهم نظامي قوماندان پيښور کې و وژل شو

ننګرهار لپاره د طالبانو مهم نظامي قوماندان پيښور کې و وژل شو

author avatar
19 Apr 2021 - 21:02
ننګرهار لپاره د طالبانو مهم نظامي قوماندان پيښور کې و وژل شو
author avatar
19 Apr 2021 - 21:02

جلال اباد (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۰: د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل وایي چې دې ولایت لپاره د طالبانو مهم نظامي قوماندان د کوزې پښتونخوا په پيښور ښار کې وژل شوی دی.

امرخیل د وري په ۳۰مه، پخپل ټویټر کې لیکلي چې د مولوي نېک محمد رهبر رهبرمل په نامه د طالبانو دغه قوماندان نن مازیګر د پيښور ښار په حاجي کیمپ سیمه کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې په دې برید کې د هغه د ښاري شبکې مسوول عزیز الله مشهور په مصطفی له یوه بل تن سره ټپي شوي دي.

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې د هغه د جسد او د سپین ټوډي موټر عکسونه خپاره شوي دي چې په مرمیو لګیدلي دي.

د پيښور پولیسو رسنیو  ته ویلي چې په یاده سیمه کې یو تن وژل شوی، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د پيښور دوو تنو ځآیي خبریالانو هم پژواک ته یاده پيښه تایید کړه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې هم په پښتونخوا  کې د طالبانو مهم قوماندان وژل شوی و.

Visits: 946

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.